د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: مزدوران له بې روزګارۍ شکایت کوي


د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک ته څېرمه هره ورځ په سلګونه تنه مزدوران په دې خاطر راټولېږي چې یو څوک يې په مزدوري وګماري، خو مزدوران وايي چې هره ورځ د کار موندلو په نیت راووځي خو بېرته تش لاسونه کورونو ته ستنېږي. دوی له حکومت نه غواړي چې په کارموندلو کې دې ورسره مرسته وکړي.


د مۍ لومړۍ ورځ چې د مزدور نړیواله ورځ ده، خو په دغه ورځ هم په جلال اباد ښار کې په سلګونه تنه مزدوران د بې روزګارۍ له وجې شکایت کوي، دوی وايي چې هره ورځ له کوره د کار موندلو په نيت راووځي، نو ماښام تش لاسونه کورونو ته ستنيږي. دوی له حکومت نه غواړي چې د روزګار په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.
دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"زما نظیف الله نوم دی، د معیوبينو له کمپ نه راځم. مال د خدای دی فامیل مې غټ دی، سهار چې راشو، دلته موږ ناست یاستو. یو ورځې کار پیدا شي، پینځه ورځې نه وي. زموږ دا غونډ ملګري چې دي، دلته راځي، څوک کلګاران دي او څوک مزدوران دي، د بې کارۍ له وجې زیاتره پوډریان شول. دا ځکه چې دلته فابریکې نشته چې په کې مصروف شي. نو ځکه نشو ته مخه کوي."


"ګل محمد مې نوم دی. دا اتمه میاشت ده چې له پېښور نه په کډه راغلی یم، په دامان کې د کرایه په کور کې اوسېږو. د اوه اته میاشتو کرایه راباندې پاتې ده. دې چوک ته ځو او راځو خو کارونه نشته، میاشت کې چېرته دوه درې ورځې کار پیدا شي. نور کارونه نشته، له حکومت نه دا غواړو چې دې غریبانو خلکو ته کارونه پیدا کړو."

د دوی د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رياست مشر عبدالحکیم شېرزاد مشال راديو سره په خبرو کې وویل، د يو این ډي پي په مرسته به په نېږدې راتلونکي کې د سلام په نوم یوه پروژه په کار پيل کوي چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به تر يوه حده د بې روزګارۍ کچه راکمه شي:

"دا پروژه په دريو برخو کې ډېزاین شوې ده. یو دوی ته په کسب کې روزنه ورکول کېږي. دویمه برخه یې د دوی لپاره په داخل او خارج کې کارموندنه ده چې خلیجي هېوادونه ته به د کار لپاره استول کېږي. دریمه برخه يې عامه پوهاوی چې د غیر قانوني مهاجرتونو مخنيوی په کې وشي. زموږ او د پارټنر ترمنځ پاټنرشيپ به دې ته قوت ورکړي او د دغې قوت پر بنا باندې زه متیقین یم چې د کارموندنې د کچې په لوړولو کې به دا پروژه ډېره موثره وي."

دی وايي چې په ننګرهار کې نا امني، د نفوذو ډېروالی او له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدو، په دغه ولایت کې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG