د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد او کابل بايد په ګډه ترهګرۍ ضد مبازه وکړي: اياز صادق


د پاکستان قامي اسمبلۍ سپيکر وايي، بايد د کابل او اسلام اباد ستونزې د حکومتونو او پارلمانونو په کچه حل شي.

د ایاز صادق په مشرۍ د پاکستان پارلماني غړيو ۱۷ کسېزه پلاوی په دوه ورځني سفر د شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی وو.

اياز صادق د يکشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

پاکستاني پلاوي د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ د ملي امنيت اداري ډلې سره ليدلي وو.

ټاکل شوې دی به د يکشنبې په ورځ له اجراييه ريیس عبدالله عبدالله په ګډون له مهمو افغان چارواکيو سره هم ګوري.

تر دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر ويلي وو چې له پاکستاني پلاوي سره افغان ولسمشر په جدیت خبرې کړې دي.

فضل الهادي مسلمیار د يکشنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د ملاقات پر مهال له پاکستاني پلوي سره د ملت دردونه شريک کړل او په ډېر جديت سره هغوي ته خپل پېغام ورکړ.

نوموړي هيله و ښودله چې خدای دې وکړي د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د روغې جوړې سوب وګرځي.

د شنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ يوه پارلماني ډله کابل ته رسېدلې وه.

د افغانستان مشرانو جرګې اداري پلاوي ويلي وو، د پاکستان پارلماني ډلې ورسره ژمنه کړې چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو عملي کولو لپاره به پر خپل حکومت فشار راوړي.

پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي څو پخوانۍ ژمنې عملي کړي. اصف صديقي

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د يکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو ترمنځ د شنبې ورځې په لیدنه کې د امنیتي ستونزو په اړه جدی بحث وشو.

ښاغلی صدیقي وايي چې افغان پلاوي د پاکستان د پخوانيو ژمنو د نه عملي کولو له کبله انتقاد وکړ خو د نوموړي په خبره پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي څو پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

نوموړي زياته کړه چې پاکستاني پلاوي ورته وويل چې په پخوانيو خبرو پسې نه ګرځو بلکې دده په وينا لوړه کوي چې پاکستان به له افغانستان سره رښتونی چلند کوي.

افغان پلاوي د پاکستان د پخوانيو ژمنو د نه عملي کولو له کبله انتقاد وکړ خو پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي چې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

د سفر مقصد د دواړو هېوادونو پارليمانونه ترمنځ همکاري زياتول او وروړاندو ستونزو د حلولو لپاره د خبرو اترو پر بيا پیلولو ټينګار کول دي. اياز صادق

​له دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال مشال راډیو ته ویلي و چې دا په تېرو څو کلونو کې لوړ پوړی پاکستاني پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

کابل ته تر رهي کېدو يوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د پاکستاني قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په خبرپاڼه کې ويلي وو چې د دوی د سفر مقصد د دواړو هېوادونو پارليمانونه ترمنځ همکاري زياتول او وروړاندو ستونزو د حلولو لپاره د خبرو اترو پر بيا پیلولو ټينګار کول دي.

افغانستان ته د پاکستان د پارلمان پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې کابل په تېرو کلونو په کراتو د ترهګرو پر وړاندې د نه همکارۍ له کبله پر پاکستان نیوکې کړې دي.

راپور: حديث پرديس کابل

XS
SM
MD
LG