د لاسرسي ځای

تازه خبر

چودري نثار علي خان: د ډان ليکس په اړه لا کومه اعلاميه نه ده خپره شوې


د پاکستان د کورنيوچارو وزير چوردري نثار علي خان د ډان ليکس د اعلاميې په اړه د پوځ د مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) لخوا د خپور شوي بیان په اړه ویلي چې ادارې بايد له يو بل سره اړيکې د ټولنيزو ويبپاڼو له لارې ونه ساتي ځکه چې پر ټويټر باندې پیغامونه خپرول د نظام لپاره خطرناک دي.

په کراچۍ کې د خالي په ورځ خبري غونډې ته د وينا پرمهال چودري نثار علي خان وويل چې د ډان ورځپاڼې د خبر د پلټنو لپاره د جوړې کمېټۍ د راپور په اړه لا هم کومه اعلاميه نه ده جاري شوې ځکه چې دا هر څه به د وزيراعظم له دفتره نه بلکې د کورنيو چارو د وزارت له خوا خپریږي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير وويل چې لا هم دوي د دې راپور په اړه کومه اعلاميه نه ده خپره کړې او کومې خبرپاڼې ته چې اعلاميه ويل کېږي دا په اصل کې د کورنيو چارو د وزارت سپارښتنې دي.

له دې وړاندې هم د خالي په ورځ د وزيراعظم د کور نه جاري شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د ډان ليکس د پلټنو د کميټۍ د وړانديزونو په منلو سره اړوندو وزارتونو ته امر شوی چې دا پریکړه عملي کړي.

په دې امر کې د ډان ورځپاڼې د خبریالانو ظفر عباس او سيرل الميډا معامله د پاکستان د رسنيو سازمان (ای پي اېن اېس) ته د سپارلو وړانديز شوی وو.

د دې سره سره په دغه خبرپاڼه کې د وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار طارق فاطمي له خپلې څوکۍ څخه د ليرې کولو امر هم شوی وو.

XS
SM
MD
LG