د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال خان په وژنه کې سیاسي ګوندونه خپل غړي بچ کول غواړي'


ډاکټر میا سعید نن (شنبه) له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت زیاته کړې ده چې په دې پیښه کې د بیلا بیلو ګوندونو د غړیو لاس دی نو له دې کبله سیاسي ګوندونه هڅه کوي چې خپل کسان د قانون له منګلو را خوشي کړي.

د مردان د پولسو مشر ویلي دي چې د مشال خان د وژنې په تور د نیول شوو کسانو په اړه پاخه ثبوتونه لري او په دغه اړه د سیمې د سیاسي او مذهبي ګوندونو دریځ سم نه دی.

ډاکټر میا سعید نن مشال ریډیو سره د خبرو په وخت زیاته کړی ده چې په دې پیښه کې د بیلا بیلو ګوندونو د غړیو لاس دی نو له دې کبله سیاسي ګوندونه هڅه کوي چې خپل کسان د قانون د منګلو نه را خوشي کړي.

نوموړي اوویل چې دا معامله اوس په عدالت کې ده او هیله يي اوښوده چې عدالت به په دغه اړه انصاف کوي.

تيره ورځ په مردان کې د متحده ديني محاذ د سیوري لاندی شوي يو احتجاجي لار يون کي غوښتنه شوې وه چي د مشال خان په وژنه کې تورن کسان بیګناه دي او زر تر زره دې خوشي کړل شي .

پولیس وایي تر اوسه يي د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي مشال خان په وژنه کې د لاس لرلو په تور د مرکزي ملزم تر څنګ يو کم پنځوس کسان نيولي دي .

XS
SM
MD
LG