د لاسرسي ځای

د خوست یو شمیر قومي مخور او پخواني جهادي قوماندانان وايي، چې په افغانستان کې د روانو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو یواځنۍ حل لاره داده چې افغانان په خپلو کې یوموټي شي او دې موخو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.

دوی یادې څرګندونې د جمعې په ورځ په هغه غونډه کې وکړې، چې د سلګونو ځايي اوسیدونکو په ګډون د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۵ مې کلیزې د لمانځنې په موخه جوړه شوې وه.

یو تن پخواني جهادي قوماندان مدیر قاسم وویل، سره لدې چې د افغانستان خلکو له خپل هېواد څخه د شوروي لښکرو د شړلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، خو بیا هم مجاهدینو لدې بریا لازمه ګټه پورته نه کړه او دا خلک تر اوسه نورو ته محتاج پاتې شول.

مدیر قاسم مشال راډیو ته وویل:

((دا اوسني حالات ښه حالات نه دي، موږ اوس هم بل چا ته لاس نیولی دی، موږ به هغه وخت بریالي وو، چې پر ځان بسیا شو، خپل پيداوار ولرو، خارجیانو ته د لاس نیولو څخه خلاص وو، په هغه وخت کې به حالات سم وبولو اوس نه، اوس مو بل چا ته لاس نیولی او د بل د ماښام مړۍ خورو.))

یو بل تن سپین ږیری وايي، څوارلس کاله يې په جهاد کې برخه اخیستې او په دا وروسته موده کې پدې بوخت دی، چې د وژل شویو مجاهدینو کورنیو او اولادونو ته حق وغواړي او مجاهدین سره یوموټي کړي، خو روانو جګړو د دوی هڅې زیانمنې کړي دي.

نوموړی وايي، اوس هغه وخت رارسیدلی، چې ټول افغانان یو موټي شي او په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړی زیاتوي:

((نوم مې حاجي تاتر قوماندان دی، نن ته مخالف راجګ يې، ټول مې وژنې، اوه شله کسه دې هغه بله ورځ مړه کړل، دا څوک دي دا خو دا زما خېلخانه ده، دا چې کلمه وايي دا ټول سره وروڼه دي، دا خاورنه زموږ ده، دا اسلام زموږ ده، دې پورې تړل يې سم نه دي چې دا ځدراڼ دی، دا منګل دی، دا غلجي دي، دا پلانکی دی، دلته سره وروڼه شئ، په دا سوله کې ټول شراکت وکړئ.))

بلخوا خوست والي حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې وویل، که افغانان د خپل نظام د اقتصادي ځان بسیاینې، فکري، سیاسي او کلتوري خپلواکۍ او د هېواد د جوړولو لپاره کار ونکړي، نو له قربانیو به يې مطلوبې نتیجې ترلاسه نشي.

خوست والي وړاندې وویل:

((راځئ چې د دې کور د ابادۍ لپاره مټۍ راونغاړو، داسې کار وکړو چې په اقتصادي لحاظ دا نظام خپلواکه په سیاسي، فکري او کلتوري لحاظ دا نظام او ټولنه خپلواکه اوسیږي بیا به زموږ دا د سر قرباني نتیجه ورکوي، کنه سر مو په سیند لاهو دی او قربانۍ مو په سیند لاهو کړي دي.))

د یادونې وړ ده ۲۵ کاله وړاندې د افغانستان د مجاهدینو د څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله په مشری شوروي پلوي حکومت سقوط وکړ او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدینو ته واک وسپارل شو، خو د مجاهدینو په بریالیتوب سره هم یو ملي حکومت جوړ نشو، د جهادي تنظیمونو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شوې او په دې جګړو کې تر ۶۵ زره ډېر افغانان ووژل شول.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې تامین، د جګړې پای او د هېواد د پرمختګ لپاره د ټولو خلکو ګډ کار د افغانانو هغه هیلې دي، چې له افغانستان څخه د شوروي لښکرو تر وتلو ۲۹ کاله وروسته هم نیمګړې پاتې شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG