د لاسرسي ځای

'پاکستانی پلاوی به افغانستان ته د امن پیغام وړي'


د پاکستان پارلېماني استازیو یو پنځلس کسيزه پلاوی د اپريل په 29 نېټه په دې موخه افغانستان ته ځي چې د دواړو هېوادونو تر مينځ د شته کړکېچ او تاو تريخوالي کمولو په باب خبرې اترې وکړي.

د دغه پلاوي يو غړي او د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شيرپاو په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې دوی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنهکابل ته روان دي او موخه یې دا ده چې هلته د سولې او امن له پیغام له ځانه سره یوسي.

شيرپاو وویل چې د کابل حکومت به ځینې خبرې او تحفظات وي هغه به د دلته په اسلام اباد کې د واکدارانو مخې ته کښېږدو چې خبرې پر مخ ولاړې شي. ځکه چې افغانستان او پاکستان دواړه نېږدي ګاونډي هېوادونه دي، يو شان ژبه، مذهب او هر کلتور لري نو بیا ولې [مو] ترمينځ دومره واټڼ یا فاصلې دي.

د قامي وطن پارټۍ مشر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې یې د افغانستان ولسي جرګې مشر ته یو لیک استولی وو چې خپل یو پارلېماني پلاوی پاکستان ته ورولېږي خو زیاتوي چې پاکستانی پلاوی تر هغوی مخکې شو او وايي غواړي چې له کابله هم یو پلاوی اسلام اباد ته ورشي چې د غه ډول د تګ راتګ لړۍ او اړیکې بیا پرځای شي. او د ښو خپلمنځيو اړیکو پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلپاتې سوله هم نه شي راتلی.

د سيمه اېزو چارو کاره پوه خادم حسين د پاکستان پلاوي افغانستان د تګ فيصله ستايي او وايي چې د دواړو خواو د ولس ګټو لپاره ضروري ده چې نه يواځې په سياسي توګه بلکې د ژوند په نورو څانګو کې هم د دواړو غاړو ولسونه له يو بل سره وويني او خبرې اترې وکړي.

(رابطې په مختلفو برخو کې پکار دي مثلا يو هغه رابطه ده کومه چې د خلکو او خلکو تر منځه وي په هغه کې سماجي تنظيمونه، اکاډيمياني، د پوهنتونو سره تړلي خلک، دغه شان تعليم، ميډيا او نورو پېشو سره د تړليو خلکو له تګ راتګ سره يو ښه فضا جوړيږي. بيا د دواړو ملکونو سيکيورټي ایسټېبليشمېنټ په ډېرو څيزونو اتفاق پيدا کيدلب شي پکار ده چې هغه هم وشي.)

په ۲۰۱۶م کال د پاکستان لخوا په تورخم دروازه د څارنې نظام جوړولو له وجې د دواړو ملکونو تر منځه تاوتريخوالی زيات شوی دی. خو سږ کال په پاکستان کې پرله پسې د ترهه ګرو د حملو وروستو پاکستان د افغانستان سره پولې تړلې وې د کوم وروستو چې دې تاو تريخوالي کې نور زياتوالی راغلو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG