د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پوځ د جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان ویډیو بیان خپور کړ


د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګۍ د ناقانونه ګرځول شوو ډلو تحریک طالبان پاکستان او د جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان اعترافی ویډیویي بیان جاری کړی.

دی وايي، طالبان د اسلام نعره وهي خو عمل پرې نه کوي.

د احسان الله احسان په وينا چې د حکیم الله مسود تر وژنې وروسته ملا فضل الله د قرعه اندازې په ذریعه د تنظیم امیر په توګه ټاکل شوی وو.

احسان الله احسان دا هم ويلي چې کمانډران او د لاندینۍ سطحې وسله وال مایوسه شوي دي.

ده نورو وسله والو ته پېغام ورکړو چې د امن لار خپله کړې او پر-امنه ژوند ته وګرځي.

خپل اعترافی ويډیو کې احسان الله احسان وویل چې خپل نوم یې لیاقت علي دی او په ۲۰۰۸ م کال کې په ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان کې شامل وو.

تېره اونۍ د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګۍ ویاند په یوه خبري غونډه کې دعوا کړې وه چې احسان الله احسان خپلځان پاکستانیو ځواکونو ته سپارلی دی.

XS
SM
MD
LG