د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټک: د یوې نجلۍ او هلک ناموسي وژنه


د پنجاب صوبې اټک ضلعې په سنجيوال سيمه کې يو هلک او نجلۍ د غېرت په نوم وژل شوي دي.

د اټک صدر تاڼې پوليس چارواکو تر مخه په سنجيوال سيمه کې يو هلک او نجلۍپه خپله خوښه له يو بل سره واده کول غوښتل چې کورنۍ یې پرې راضي نه وې.

د اټک صدر تاڼې محرر محمد وسيم مشال رېډيو ته وويل چې تيره ورځ د نجلۍورڼو اول هلک د غيرت په نوم ووژلو او بيا يې خپله خور ووژله.

((دې دواړو په خپله خوښه واده کول غوښتو خو د نجلۍد وورڼو دا خبره خوښه نه وه نو هغوی اول هلک ووژلو، د هغې لا تفتيش روان وو چي بيا معلومات ترلاسه شو چې نجلۍ یې هم وژلې ده. د کېس په اړه تفتيش روان دی او د نجلۍد وروڼو نيولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.))

په پاکستانکې د بشري حقونو ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د رپورټ ترمخه چې هر کال ښځې د مختلفو زياتو سره مخ وي اوپه دې کې د کمي پر ځائې زياتو الې را روان دی.

د کمیشن مطابق په پاکستان کې پهکال ۲۰۱۶ کې۵۰۰نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژلې شوې وې. اوروان کال ۲۰۱۷کېتر اوسه پورې ۴۵ وژنې شوې دي.

د غېرت په نوم وژنې کې ورځ تر بلې زياتوالې ولې راځې په دې اړه د سوات د یو غېر سرکاری ښځينه جرګې مشره تبسم عدنان وايي چې د ناپوهۍ،په قانون عملدرآمد نه کولو او د غيرت په نوم وژنو کې ککړ مجرمانو ته سزا نه ورکول د دې د زياتولي وجې دي.

د دې په وېنا حکومت او متعلقه ادارو ته به په دې اړه سنجيده کيدل وي او فوري او موثره ګامونه به پورته کول وي.

((د غېرت په نوم وژنو وجه د خپلې خوښي واده وي او يا چې زموږ په ټولنه کې ښځې خپله خوښه ښکاره کري نو د دې له وجې ووژل شي. زموږ په اسلام کې هم نشته چې په خپله خوښه واده به نه کوې بلکې واده خو دی د خپلې خوښې څيز. دلته صرف بلونه پاسېږي، په هغو عمل نه کېږي. پکار ده چې دغه بلونه عملي شي په تاڼو عدالتونو کې په هغې کار وشي. نو چې په يو څيز عمل درآمد نه کېږي نو بيا د بلونو پاسولو ضرورت نشته.))

په کال ۲۰۱۶ کېد يوې مشهورې ماډلې قنديل بلوچ د غيرت په نوم وژنې نه پس د پاکستان پارليمان د غېرت په نوم وژنو او د جنسې تيرو مخ نيوي بلونه په متفقه توګه منظور کړي وو.په کوم کې چې پدې جرمونو کې ککړ کسانو لپاره د عمر قيد او پانسۍ غوندې سختي سزا ګانې هم ټاکلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG