د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلخ د پېښې تر شا د یوې منظمې دولتي شبکې لاس دی"


په بلخ کې امنیتي سرتیري
په بلخ کې امنیتي سرتیري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د شاهین ۲۰۹ قول اردو په پېښه کې د وسله والو طالبانو ترشا د یوې منظمې دولتي شبکې لاس شته.

د ولسمشرد ویاندوی دفترسرپرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته که څه هم په دې اړه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د افغان ولسمشرد ویاندوی دفترسرپرست شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشرد ویاندوی دفترسرپرست شاه حسین مرتضوي

"یواځې وسله وال طالبانو او نورې تروریستي ډلې په دغه کچه د عملیاتو او حملو توان نه لري، څو یوه منظمه دولتي شبکه یې ترشاه لاس ونه لري."

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه که د شاهین قول اردو د قومندان په ګډون هر چارواکی په پېښه کې ناغیړی کړي وی ورسره به قانوني چلند وشی.

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په پېښه کی ۵ تنه چی ګمان کیږي له حمله کوونکو سره یی همکاري کړي وي نیول شويدي.

یوې سرچینې چې ونه یې غوښتل نوم یې واخستل شي مشال راډیو ته وویل هغه جګپوړی چارواکی هم نیول شوی چې حمله کوونکو ته یې قول اردو ته د داخلېدو اجازه ورکړې وه.

د قول اردو د مطبوعاتو څانګې امر عبدالقهارارام مشال راډیو ته تایید کړه چې له پېښې سره د تړاو په تور له نیول شویو مشکوکو کسانوڅېړنې روانې دي، خو په دې اړه یې له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

بل خوا د قول اردو له پوځي روغتون څخه یو ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د وژلو شویو کسان شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېدلی او ۷۸ تنه نور ټپيان دي.

هلته د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي نواز شریف د افغانستان په بلخ ولایت کې د ترسره شوې وروستۍ حملې د غندنې او افغان ولس او حکومت ته د تسلیت پیغام استولی دی.

د پاکستان وزیراعظم په دې پیغام کې ویلي چې د پاکستان حکومت او ولس د ناورین په دې ګړۍ کې د افغانستان سره ولاړ دي او د ترهګرۍ پر ضد په شریکه کار کولو ته تیار دي.

د پاکستان سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستان سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوا

د وزیراعظم نواز شریف ترڅنګ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم په بلخ ولایت کې د وسله والو برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر د کابل او اسلام اباد شریک دښمنان دي.

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهرخان په دې نظر دی چې د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو لخوا افغان حکومت ته د تسلیت پیغام ورلېږل یو مثبت ګام دی او هیله کېږي چې د دواړو خواوو خرابې اړیکې به پرې تر څه بریده سمې شي.

په بلخ کې امنیتي سرتیري د پېښې ځای سره ولاړ دي.
په بلخ کې امنیتي سرتیري د پېښې ځای سره ولاړ دي.

د افغانستان په بلخ ولایت کې د جمعې په ورځ لسو طالب وسله والو د افغان پوځ په جامو کې د بلخ په هدادي ولسوالۍ کې د پوځ په يو مرکز کې د جمعې پر لمانځه ولاړو سرتېرو بريد وکړ.

د دې مرکز يا قول اردو يوې سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې دې حمله کې ۱۳۸ پوځيان وژل شوي او ۶۴ زخميان دي. ولسمشر غني له همدې کبله پرون بلخ ولايت ته تللی و او اړونده ادارو ته يې د وسله والو د ځپلو عملياتو تېزولو حکم وکړ.

XS
SM
MD
LG