د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خوست روغتیايي سکټور دې تجهیز او اکمال شي'


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د ځايي اوسیدونکو د اړتیا په پرتله د دوی روغتیايي وسایل، تجهیزات او تشکیلات لږ دي.

دوی وايي، د خوست ولایتي روغتون سل بستره لري، چې خدمتونه يې نیمايي نفوس ته هم بسنه نه کوي، همدارنګه لازمې طبي ټکنالوژۍ ته لاسرسۍ نلري او تر اوسه د هماغه پخوانیو ابتدايي وسایلو څخه په تشخیص او درملنه کې کار اخلي.

دوی یادې څرګندونې نن د شنبې په ورځ د خوست د ولایتي تخصصي روغتون د څلورو څانګو څخه د شپاړسو متخصصانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

د خوست د عامې روغیتا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي منګل د یاد پروګرام په تړاو مشال راډیو ته وویل:

((د خوست د تخصصي ملکي روغتون نه ۱۶ تنه متخصصین په مختلفو بخشونو کې داخله عمومي، داخله اطفال، نسايي ولادي او جراحي عمومي په برخو کې فارغ شول، د خوست تخصصي روغتون لکه څرنګه چې نوم يې دی باید په پرمختللو طبي وسایلو سمبال شي، دلته باید د ډاکټرانو لپاره ټرنینګونه هم دایر شي او د تخصص تشکیلات دې هم لوړ شي.))

ښاغلي محمدي زیاته کړه، خوست یو ګڼ نفوسه سرحدي ولایت دی، نو شته سل بستریز روغتون د خلکو روغتیايي اړتیاوې نشي پوره کولای.

ده د اړوند وزارت غوښتنه وکړه، چې د یاد روغتون تشکیلات دې هم دوه سوه بستریز روغتون ته لوړ کړي.

د یاد پروګرام د عمومي داخلې د تخصص د څانګې فارغ ډاکټر عصمت الله څپاند د تخصص له پروګرام څخه د خپل فراغت احساسات پدې توګه وړاندې کړل:

((پخوا به موږ ځنې عاجل ناروغان هند ته او یا زموږ ګاونډي پاکستان هېواد ته د درملنې لپاره لیږل، له نیکه بخته چې اوس دا تخصصي ځواک په خوست کې موجود دي، اوس د دې ولایت په تخصصي روغتون کې د ناروغانو تشخیص او درملنه سرته رسیږي.))

بل لوري ته د خوست چارواکي د روغتیا په برخه کې شته نیمګړتیاوې او د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې پدې برخه کې پرمختګونه شوي خو بسنه نه کوي.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني د خوست له تخصصي روغتون څخه د متخصصانو فارغیدل او کرار، کرار د طبي برخو تخصصي کېدل د روغتیا په برخه کې مهم پرمختګ بولي.

شیربادشاه ارګوني زیاته کړه:

((د صحت په بخش کې ډېر انکشافات شوی دي، چې بېلګه يې نن د ۱۶ نفرو فارغیدل دي، چې دا خلکو دا د تخصص دوره په خوست کې بشپړه کړې ده، کوښښ روان دی تر څو د هېوادوالو ټولو غوښتنو ته موږ رسیده ګي وکړو.))

که څه هم په خوست کې په ډېره اندازه نارینه او ښځينه متخصص ډاکټران شته، چې یو شمېر يې د حکومتي او غیر دولتي موسسو په روغتونونو او ډېر يې بیا په خصوصي سکټور کې پر فعالیت بوخت دي، خو ځنې خلک شکایت کوي چې په خوست کې درملنې سوداګریزه بڼه خپله کړې او ډېری ډاکټرانو په غیر قانوني ډول ځانونه لپاره درملتونونه او لابراتوارونه خلاص کړي او التراساونډ معاینات هم په خپله کوي.

XS
SM
MD
LG