د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمدزی: د خوست ښاروالۍ عواید ډېر شوي


د خوست د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېر لمریز کال کې يې عواید له اتیا میلیونو څخه ۱۱۵ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي دي.

دوی زیاتوي، چې تر ممکنه يې د فساد او د عوایدو د فرار مخه نیولې او هغه سرچینې يې بېرته ژوندی کړی دي، چې پخوا ورته پوره پام نه وو شوی.

د جمعې په ورځ خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي په هغه غونډه کې چې د یو شمېر مدني بنسټونو او ښاریانو لخوا د ده د غوره خدمتونو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه، په خپلو خبرو کې تېر لمریز کال ښاریانو ته د ښاري خدمتونو او یو شمېر اساسي پروژو د پلي کیدو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وباله.

خوست ښاروال ګډونوالو ته وویل:

((موږ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې وتوانیدو، چې کلني عواید د اتیا میلیونونو ۱۱۵ میلیونونو ته لوړ شي، پدې کې مو د فساد، عوایدو د فرار، پدې کې هغه برخې چې عواید يې مړه وو، موږ راژوندي کړل.))

انجینر عبدالبصیر محمدزي زیاته کړه، تېر کال يې د ۲۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې پلان کړې وې، چې لس يې بشپړې شوي او شپږ نور يې تر کار لاندې دي.

ښاروال زیاته کړه:

((موږ ۱۳۹۵ کال کې د ۲۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې پلان کړې، موږ پدې موده کې لس پروژې عملي کړي او په شپږو نورو پروژو کار روان دي، انشاالله موږ دې ته متعهد یو چې د خوست د انکشاف په برخه کې به بې نظیره پرمختګ کوو.))

دا چې خوست ښاریانو په ښار کې نوي څه لیدلي او ولې يې ښاروال وستایه یو تن وویل:

((عبدالفتاح واکمن یم، کله چې د ماښام لخوا پدې سړک راروان وم، ډېر خوند اخلم، په منار باندې کار روان دی، دا مخامخ نوی روډ ډېر ښکلی ښکاري، د بلن منزلو جاده ډېره ښکلې جوړه شوې ده، نو پدې موږ تقدیر کړ.))

بلخوا یو شمېر مدني فعالانو په ښار کې ځنو نیمګړتیاوو ته هم اشاره وکړه او د ښاروالۍ له ادارې يې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حلولو لپاره اقدام وکړي.

مدني فعال محمدغفور مهیدي

((د ښار د ضرورت په ځایونو کې دې تشنابونه جوړ شي، د دې تر څنګ د ګاډو د اډو نشتون په ښار کې ترانسپورټي بیروبار جوړ کړی دی، باید د هرې سیمې اډې په معینو ځایونو کې جوړې شي، د دې تر څنګ مو پیاده رونه انتقاد کړل چې لا د دوکاندارانو د سوداوو ډک دي، د خلکو لپاره د تګ او راتګ هېڅ امکانات نشته.))

د یادونې وړ ده، د ښاروالیو د عوایدو د نوي طرزالعمل له مخې به تردې وروسته د ښاروالۍ لس سلنه عواید په ولایت کې کلتوري، هنري، ورزشي او نورو ټولنیزو فعالیتونو ته ځانګړي کیږي، خوستوال چې تر ډېره دا ډول فعالیتونو سره مینه او علاقه لري، د ټولنیزو فعالیتونو د پراخولو لپاره دا یو ښه اقدام بولي.

XS
SM
MD
LG