د لاسرسي ځای

پاکستان د داعش ختمولو لپاره د مسکو غونډه ګټوره وبلله


د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وايي، تېره اونۍ د روس لخوا د افغانستان پر حالاتو په مسکو کې د رابلل شوی کانفرنس یوولسو غړیو هېوادونو په افغانستان کې د وسله والې ډلې داعش په خورېدو اندېښنه ښودلې ده.

د زیارت په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې غونډه کې غړيو هیوادونو د افغانستان پر حالاتو د وسله والې ډلې داعش په خورېدو او د دې پر ګاونډيو هېوادونو د اثر په اړه خبرې کړې دي.

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې داعش مخ په زیاتیدونکې اثر یوه لویه مسله ده او دا ډله یوازې د پاکستان لباره نه بلکې د نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره هم خطر لري.

“دا نقاط زما په خیال د مسکو د مزاکراتو مرکز وو او بیا یقینا هغې به په دې هم خبرې کړې وې چې څنګه داسې قسمه صورتحال مخه ونیسو خو هغه څه چې دې غونډې نه راوتل نو هغه په ګډه د داعش په اړه اندېښنه وه. او زما په خیال په دې لړ کې ګډ تفاهم دا وو چې څنګه په دې قابو وموندل شي او څنګه له دې نقطې مخ په وړاندې ولاړ شو.”

نوموړي یو وارې بیا وویل چې په پاکستان کې د وسله والې ډلې داعش په منظمه توګه موجودګي نشته.

د مسکو په غونډه کې ګډونکوونکیو هېوادونو کې افغانستان، پاکستان، هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه شامل ول.

د کار پوهانو په وینا چې په دې وروستیو کې روس د وسله والې ډلې داعش په افغانستان کې د خورېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه خو د دوی په وینا چې داعش یوه نړیواله ویره جوړه شوې باید د نړې ټول هېوادونه په ګډه د دې ډلې پرضد کاروایې وکړي.

XS
SM
MD
LG