د لاسرسي ځای

سيند حکومت په عمومي توګه د دوو مياشتو لپاره د رېنجرز مودې غځولو منظوري ورکوي خو دا ځل د پينځو ورځو تيرېدو وروستو لا هم د واک ورکولو او موده غځولو پرېکړه نه ده شوې.

نيم پوځي ځواک رېنجرز په سيند صوبه کې له ستمبر ۲۰۱۳م راهیسې د وسله والو پرضد عمليات کوي چې وروستو يې په ښار کې امن تر ډېره حده پرځای شوی خو پيپلز ګوند هر ځل د واک په ورکولو کې له ځنډه کار اخلي.

په کراچۍ کې له ۲۰۱۳م راهسې روان عملياتو کې نيم پوځي ځواک رېنجرز ته د تحفظ پاکستان د قانون يا پي پي او تر سیوري لاندې دا واک ترلاسه وو چې هغوی یو مشکوک تن تر ۹۰ ورځو پورې په خپله ولکه کې ساتلی شي. له دې سره سره رېنجرز ته د ترهګرۍ، هدفي وژنو، د پیسو لپاره تښتونې او په زوره د کلنګ اخېستو پرضد د عملياتو کولو اختيار ترلاسه وو.

سيند حکومت په عمومي توګه د دوو مياشتو لپاره د رېنجرز مودې غځولو منظوري ورکوي خو دا ځل د پينځو ورځو تيرېدو وروستو لا هم د واک ورکولو او موده غځولو پرېکړه نه ده شوې.

تېره ورځ د سيند حکومت يو امر جاري کړی وو چې پکې د نيم پوځي ځواک رېنجرز د واک د مودې غځولو کومه خبره نه ده شوې خو پکې دا ويل شوي وو چې د ښار کوم مهم ځايونه دي د هغې امنيت د دوي ذمه واري ده.

له دې وروستو د رېنجرز له خوا هم دا بيان جاري شوی وو چې نيم پوځي ځواک ته د ترهه ګرۍ مخنيوي قانون ترمخه د تلاشۍ، د چا د نيولو يا عملياتو کوم واک ترلاسه وو هغه د اپرېل په ۱۵مه نېټه ختم شوی او اوس دوي يواځې بيړني حالاتو يا د عملياتو لپاره د پوليس او ضلعي انتظاميې په خواست مرستې کولی شي.

خو په کراچۍ کې مېشت خبريال او شنونکی علي ارقم وايي چې هر ځل له ځنډه کار اخېستلو مقصد يواځې د صوبايي حکومت له خوا داسې هڅې کول دي چې د حالاتو ترمخه خپلې خبرې په نورو ومني خو د دې اثر به د کراچۍ په حالاتو ضرور کېږي ځکه چې په صوبه کې د پوليسو نه ولس مطمين او خوشاله نه دی او غواړي چې رېنجرز په صوبه کې پاتې شي.

د علي ارقم په وينا چې رېنجرز په عامه توګه کار کوي او په تېرو وختونو کې هم چې څومره عمليات شوي دي هغه رېنجرز کړي دي ځکه چې پوليس يا خو کمزوري دي، د وسله والو پرضد د عملياتو توان نه لري او يا ترې دغه وسله وال ويرېږي نه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثارعلي خان هم په يو بيان کې ويلي چې د سيند حکومت له خوا د رېنجرز واک محدوده کول د قانون نه سرغړونه ده.

د چودري نثار په وينا چې رېنجرز ته د ترهه ګرۍ مخنيوي قانون ۱۹۹۷م د سېوري لاندې واک ترلاسه دی او بايد سيند حکومت د ځنډولو نه ډډه وکړي.

چودري نثار دا هم ويلي چې د سيند صوبې ولس د رېنجرز نه خوشحاله دي او که چرته صوبايي حکومت د رېنجرز موده نه غځوي نو مرکزي حکومت به بيا بل کوم قانوني او اييني ګام پورته کوي.

د سيند د قانون وزير ضيالنجار هم مطبوعاتو ته ويلي چې د پوليسو په رنګ رېنجرز ته واک ورکول د کابينې خوښه ده خو دا وخت هم رېنجرز ته نور ټول واک ترلاسه دی.

د نوموړي په وينا چې د نور واک ورکولو پرېکړه به هم ډېر ژر وکړی شي.

د ذکر ده چې په کراچۍ کې له ۲۰۱۳م نه وړاندې د امنيت وضع ډېره خرابه وه او په ولسي کچ هم دا ويل کېږي چې د رېنجرز د عملياتو وروستو امن تر ډېره حده پرځای شوی دی.

XS
SM
MD
LG