د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ناقانونه او غیر معیاري طبابت د مخنیوي هڅې روانې دي


د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې يې د غیر قانوني کلینکونو او درملتونونو د تړلو او په ښار کې د غیر معیاري او تاریخ تېرو درملو د راټولو کمپاین پیل کړي دی.

دوی زیاتوي دا کمپاین به تر هغه وخته دوام پیدا کړي، تر څو په یاد ولایت کې د افغان حکومت روغتیايي قوانین په ټولو پلي شي او پدې برخه کې خلک د معیاري او اساسي خدمتونو څخه برخمن شي.

نن د چارشنبې په ورځ هم د خوست د عامې روغتیا د صحي قوانینو د بررسۍ ټیم د ښار په بیلابیلو ځایونو وګرځید اویو شمېر هغه د غاښونو کلینکونه، درملتونونه او د هغو ډاکټرانو کتن ځایونو پسې يې مهرلاک قلفونه واچول، چې قانوني اسناد يې نه درلودل او په خپلسر يې د ناروغانو معاینې او درملنې کولې.

د بررسۍ د یاد ټیم مشر ډاکټر جاوید مشال راډیو ته پدې اړه وویل:

((هغه دواخانې، معاینه خانې یا کلینکونه چې جواز نلري، هغوی بندوو، هغه د غاښونو کتن ځایونه چې پروتیز دي او د خلکو په خوله کې بې ځایه مداخلې کوي دنده يې داده چې باید غاښونه جوړ کړي خو دوی د ډاکټر دندې اجراء کوي، دا موږ بندوو، ځکه هغوی اکثره دا د غاښونو سامانونه نه تعقیموي، ځنې ساري امراض لکه HBS یا HIV شو د یو ناروغ نه بل ناروغ ته لېږدول کیږي.))

که څه هم خلک د روغتیايي سکټور د معیاري کیدو لپاره د بررسۍ د ټیمونو توظیفول او کنټرول یو ښه اقدام بولي، خو بل لوري ته پدې انديښنه څرګندوي چې د قانون له متخلفینو ځنې چارواکي او زوراکي ملاتړ کوي او د کلینک له تړل کیدو سره جوخت مسوولین مجبوریږي، څو بیرته يې پرانیزي چې پدې سره پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسیږي.

د نور الرحمن په نوم یو ځوان چې خپل ماشوم زوی يې ډاکټر ته بیولی وايي، اووم ځل دی چې ماشوم لپاره درمل اخلي خو نتیجه يې نده ورکړې.

نوموړی هم دا ستونزه د بې کیفیته، تاریخ تېرو درملو او غیر مسلکي ډاکټرانو له کبله بولي او له افغان حکومت غوښتنه کوي، د هغو کسانو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي چې یوازې مادي ګټو لپاره د نورو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، چې دوی به تر هغې د پلان مطابق خپل عملیات روان وساتي چې هر ډاکټر په خپله رشته کې کار وکړي، روغتونونه، کلینکونه او دواخانې قانوني جواز واخلي او د درملو عمده پلورنځي د غیر معیاري درملو له واردولو ډډه وکړي.

ښاغلي محمدي زیاتوي:

((غواړو تر هغه چې په خوست کې مو دولتي قوانین عملي کړي نه وي، دوی قانوني جوازونه نه وي اخیستي، هر چا په خپل مسلک کې کار نه وي کړئ، تر هغو به زموږ هره ورځ عملیات دوام ولري، تېره اونۍ مو هم شل کلینکونه بند کړي وو، چې بیا مو هغوی د ولایت مقام تر هدایت وروسته له هغوی لیکلی تعهد واخیست، دوی ته مو موقتاً د جوازونو د اخیستو وخت ورکړ.))

ډاکټر محمدي زیاته کړه، د هغو ډاکټرانو پر وړاندې هم جدي اقدام کوي چې شفري نسخه لیکي او له خپل درملتون پرته بله دواخانه پرې نه پوهیږي او یا داسې درمل لیکي چې هغه درمل یواځې لده سره وي او بل ځای کې نه پیدا کیږي.

یاده دې وي، د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دوی ته د اړوند وزارت او لويې څارنوالی له لوري په خوست ښار کې د دېرش بابه، کلینکونو، د ډاکټرانو او غاښونو د کتن ځایونو او غیر قانوني درملتونو د بندولو امر رسیدلی، چې په اړه به يې اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG