د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانان د ژورنالېزم له وړيا کورسه فارغ شول


په ننګرهار کې د ختيخو ولایتونو د ملي ژورنالستانو ټولنې ۵۳ تنه ښځینه او نارینه ځوانان په په وړیا توګه د ژورنالېزم په برخه کې له نظري او عملي زده کړو وروسته په پينځه مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ کړل.

ځوانان خوشاله ول چې د ژورنالېزم په برخه کې يې وړیا زده کړې تر لاسه کړې.

د ختيځو ولایتونو د ملي ژورنالستانو ټولنې د پينځمې دورې د فارغانو دا غونډه د سېشنبې په ورځ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې پر فارغ شویو ځوانانو سربېره په کې د ولایتي ادارې يو شمېر چارواکو او د ولایتي شورا يو شمېر غړو هم برخه لرله.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د اطلاعاتو امر او د ختيځو ولایتونو د ملي ژورنالستانو د ټولنې مشر شېرشاه همدرد خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

(( د پينځه میاشتني زده کړو کورس پينځمه دوره وه چې ۵۳ تنه ځوانان چې څلور يې په کې نجونو وې، له د ژورنالېزم له زده کړو وروسته فارغ شول. دوی ته د ژورنالېزم په تيورۍ کې خبر او د خبر ډولونه، پکېج، فیچر، تبصره، سرمقاله لیکنه، ګردي مېزونه، مطبوعاتي کنفرانس، عامه اړیکې، د ویناوالۍ فن او لیکنښې، هغه څه وو چې موږ د تيورۍ په برخه کې وروښودل او یوه میاشت بيا بېلابېلو رسنيو ته ولاړو او هلته مو دوی کينول چې یو خبر څنګه ثبتېږي، ټلويزيوني برنامه څنګه جوړېږي.))



د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم په خپلو خبرو کې فارغ شويو ژورنالستانو ته د مطالعې کولو سپارښتنه وکړه.

(( په دې خاطر چې دغه ارمان ستاسو سر ته ورسېږي، په ټولو علومو کې معلومات تر لاسه کړئ، تاسو هر یو باید د مطالعې فرهنګ ولرئ، د يوه ژورنالست په توګه باید له تاسو خلک خبرې زده کړي، تاسو د يوه ژورنالست په حیث باید ناسته ولاړه ولرئ، تاسو باید خلک افهام او تفهیم زده کړي، له تاسو باید خلک د مسایلو انتقال زده کړي.))



فارغ شوي ځوانان خوشاله وو چې په وړیا توګه يې د ژورنالېزم په برخه کې نظري او عملي زده کړې وکړې، څو تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( ژورنالېزم څه ویل کېږي، تاریخچه يې څه ده، د ژورنالېزم اخلاق او نړيوال اصول څه دي او وروسته مو بیا ژورنالستيک ژانرونه لکه خبر څه دی، ریپوټ څه دی، خبر څه دي، فیچر څه ته وايي او په داسې نورو برخو کې مو زده کړي کړي دي.))

(( نوم مې روحیه دی، دا پينځه میاشتینی کورس چې موږ ووایه ډېر څه مو په کې زده کړل، او اوس دا وړتیا لرو چې ټولنې ته د خدمت جوګه شوو.))

(( نوم مې معاوضه دی، موږ په دې کورس کې ډېر څه زده کړل، لکه خبر، پکېج، د ژورنالېزم نړیوال اصول، د ژورنالېزم اخلاق، نو اوس موږ کولای شوو چې په يوه رسنۍ کې دنده واخلو او د خپلې ټولنې خدمت وکړو.))

د ختيځو ولایتونو د ملي ژورنالستانو د ټولنې استازي وايي چې په پينځه دورو کې يې تر دې دمه ۵۷۰ تنه ځوانان د ژورنالېزم په برخه کې روزلي چې یو شمېر يې په سيمه ييزو رسنيو کې په کار هم ګمارل شوي او زیاتوي چې د هرې دورې له فراغت سره سم يواخبارهم خپروي چې د فارغو ژورنالستانو ريپوټونه او لیکنې په کې خپرېږي.

XS
SM
MD
LG