د لاسرسي ځای

د خوست یو شمېر ځوانان او روڼ اندي وايي، چې ټولنیزیو رسنیو خلکو ته د فکر د څرګندولو فرصت ورکړی، مالوماتو يې لاسرسۍ اسان کړی او پدې وروستیو کې يې د ځوانانو تر منځ ملګرتیا ډېره کړې ده.

دوی یادې څرګندونې نن د سېشنبې په ورځ د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې د ټولنیزو رسنیو د اغېز او ارزښت په تړاو جوړ شوې روزنیزه برنامه کې وکړې.

د یاد مرکز مشر نصیر احمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې د دې پروګرامونو څخه يې موخه د ټولنیزې میډیا مسلکي او سمه کارونه ده.

نصیراحمد روښان زیاتوي:

((ټولنیزه میډیا نن ورځ په نړۍ کې خپل ځای لري، پدې وروستیو کې ډېری افغانان هم انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، په ډېرو مواردو کې ځوانان لیدل کیږي چې له سوشېل میډیا استفاده کوي، دا چې په څه ډول ټولنیزه میډیا مسلکي او سمه وکاروي، په دې برخه کې لنکن مرکز مشخصې برنامې لري، تر څو دوی ته روزنه ورکړو څو ټولنیزې میډیا نه په څه شکل او سمه استفاده وکړي.))

د یادې ناستې ګډونوال مدني فعال مرجان هڅاند وايي، چې ټولنیزې میډیا ځوانان سره نږدې کړي اوپه عامه پوهاوي کې يې اغېزمنه تمامه شوې ده.

مرجان هڅاند زیاتوي:

((په خوست کې ټولنیز یا سوشیل میډیا پر ځوانانو باندې ډېر تاثیر کړی دی، ځوانان يې سره راټول کړي دي، په ډېر لږ وخت کې د ډېرو مسالو څخه خبریږي، نو دوی مالوماتو ته لاسرسۍ لري او که وغواړي کولای شي، په ډېرې اسانۍ سره خپل نظر له نورو سره شریک کړي.))

په وروسیتو کلونو کې افغان حکومت او یو شمېر مرستندویه ادارو هڅه کړې، چې پوهنتونونه او نور علمي او اکاډمیک مرکزونه معیاري او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو یو تن استاد محمدرفیق جنبش هم وايي، چې یاد پوهنتون تر یوه بریده په معاصره ټکنالوژۍ سمبال شوی، له همدې کبله استادان او محصلان يې تر ډېره د مسایلو د څېړنې او پلټنې لپاره انټرنیټي سایټونه او ټولنیزه میډیا کاروي.

محمد رفیق جنبش وايي:

((ډېری استادانو محصلانو ته د اسېسمنټ یا د کورنۍ وظیفې لپاره پاڼې جوړې کړي دي، هر پوهنتون د فیسبوک پر پاڼه رسمي اکاونټ لري، د هغې نه هم د ځانونو د خبر ساتلو او د نصاب د کتلو لپاره ګټه اخلي، محصلان د ابډېټ مسایلو نه خبریږي، په ځانګړي ډول د ژورنالیږم، حقوقو او د نورو ټولنیزو علومو محصلان له نویو مسالو ځانونه د فیسبوک له لارې خبروي.))

ټولنیزو رسنیو تر ډېره د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د خلکو او ځوانانو د فکرونو او نظرونو څرګندولو ته هم زمینه برابره کړې ده.

د یادې برنامې یو تن کلیوال ګډونوال پدې اړه وايي:

((نوم مې عبدالمالک دی، هغه خلک چې د ښار څخه په واټن کې وي او نشي کولای چې ښار ته راشي، هغوی هم کولای شي، له انټرنیټي سایټونو ښه استفاده وکړي، خلکو ته خپل نظرونه ورکولای شي ، ځکه هر وخت ښار ته د مسایلو د خبراوي په خاطر نشي راتلای))

یاده دې وي، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان ټکنالوژۍ تر بل هر څه ډېر پرمختګ کړی اودا مهال د هېواد په نژدې ټولو لویو ښارونو کې انټرنیټي اسانتیاوې شته.

انټرنیټ او کمپیوټر یوازې د افغانستان په حکومتي ادارو او نورو ناحکومتي ادارو کې د ورځنیو دفتري چارو لپاره نه کارول کیږي، بلکې اوس انټرنټ څخه ډیری لوستي وزګار ځوانان د کار موندنې د یوې سرچينې په توګه هم کار اخلي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG