د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي فعالان: د ترهګرۍ د تمویل سرچینې دې وچې شي


د دوشنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او د بیلابیلو ټولنیزو سازمانونو غړو په یوه ناسته کې وویل، چې نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ د تمویل سرچینې وچې کړي.

دوی زیاتوله، ترهګرې ډلې یوازې په افغانستان کې فعالیت نلري، بلکې دا یوه نړیواله پدیده ده، چې پر وړاندې يې مبارزه نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

د خوست مدني فعالانو انديښنه وښوده، چې ترهګري او پر وړاندې يې د روانې جګړې زیانونه ملکي وګړو ته رسیږي او پدې کې د افغانستان اقتصادي زیربناء وو ته درون زیان اوړي.

لکیوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار مشال راډیو ته وايي:

((ترهګري نه د مور او پلار په نوم په بمونه باندې له منځه ځي او نه په پوځي عملیاتو باندې له منځه ځي، اساسي مساله داده چې د ترهګرۍ نړیوالې منابع باید وچې شي، هغه که په دولتونو کې دي او یا نورو کړیو کې.))

مدني فعال بوستان ولي زی وايي، چې د ترهګرۍ د پدیدې پر وړاندې مبارزه په نړیواله کچه یوې اجماع ته اړتیا لري او نړیواله حل لاره دې ورته پیدا شي:

((ترهګري یوه ناوړه پدیده ده، دا نړیوالې اجماع او هماهنګۍ ته ضرورت لري، کچیرې یوه نړیواله حل لاره ورته پیدا نشي،نه یوازې افغانستان به ورڅخه متضرره وي، بلکې نوره نړۍ به هم ورڅخه خوندي نه وي، امید مې دادی چې دوی ورته په ګډه کار وکړي، په نورو هېوادونو کې هم د ترهګرۍ ځالې شته او هغه باید له منځه یوسي.))

یو بل تن مدني فعال سلطان محمود خیرخواه بیا نیوکه کوي، چې د افغانستان بهر چې د ترهګرو کوم پټن ځایونه دي، نړیوال يې نه په نښه کوي:

((ترهګري لوی مرض دی، دا لوی مرض اوس خاص پښتنو ته راغلی دی، زه دې ته حیران یم، چې نړیوال په افغانستان کې ډېر کوچنی هدف هم په نښه کولای شي، خو په نوره نړۍ او زموږ ګاونډیو هېوادونو کې چې هلته يې مرکزونه او ځالې دي، له هغه ځایه تمویلیږي او روزل کیږي، نه هغه ځای ویني او نه يې په نښه کولای شي.))

په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مشر ولي مت خان خادم وايي، د افغانستان د جګړې ډيری قربانیان ملکي وګړي، تورسری او ماشومان دي، نړیوالو ته بایده دي چې د دې جګړه د ختمولو لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.

ولي مت خان خادم زیاتوي:

((کومه جګړه چې په افغانستان کې پیل شوې ده، په مجموع کې يې زیان ملکي وګړو ته رسیږي او پدې کې ډېری ماشومان او تورسری وژل کیږي، نو غوښتنه مو له نړیوالو داده چې دې مسالې ته مناسبې حل لارې پیدا کړي او جدي اقدامات يې په اړه وکړي.))

یاده دې وي، افغان حکومت په وار، وار ویلي، چې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دی او د دې جګړې پرمخ بیول يې، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت بللی او پر ګډه همغږۍ او همکارۍ يې ټېنګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG