د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پولیو ضد واکسینو د تطبیق درې ورځنی بهیر پیل شو


په ننګرهار کې دواکسینو د تطبیق بهیر
په ننګرهار کې دواکسینو د تطبیق بهیر

د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د پوليو پر ضد د ویکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.د روغتیا چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې به په ختيځو ولایتونو کې تر يو ميليون پورې هغو ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکي ورکل کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.


ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ويکسينو د تطبیق دا کمپاين د يکشنبې یا اتوار په ورځ د ننګرهار د ښځو چارو رياست له انګړ څخه پيل شو چې د سیشنبې پورې به دوام وکړي.
د ویکسينو د کمپاین پرانسته د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیالې ډاکټرې مقدسې معراج يوه ماشومام ته د دوه څاڅکو ويکسينو په ورکولو سره وکړه. نوموړې د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وویل:

« په دغه دوره کې موږ په ختيځو ولایتونو کې لس لکو او دوه ویشت زرو ماشومانو ته د ویکسينو د څاڅکو د تطبیقولو هدف ټاکلی، د دې د جملې باید شپږ لکه شپږ نوي زره ماشومان په ننګرهار کې ويکسين شي.»


د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انیسې عمراني په میندو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د پوليو پر ضد دوه څاڅکې ويکسين تطبیق کړي:

« ګوزڼ يو لاعلاجه مرض دی چې د ماشوم د مرګ او معیوبيت سبب ګرځي، نو زه په میندو باندې غږ کوم چې له پينځه کلنۍ نه ښکته ماشومان که ویده هم وي، له خوبه پورته کړي او دوه څاڅکې ويکسينو په واسطه د خپلو ماشومانو ژوند وژغوري.»


د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو ریاست مطبوعاتي مسوول مولانا عتیق الرحمن فضلي د جوماتونو په ملا امانو غږ وکړ چې د ويکسينو په تطبیق کې دې د رضاکارو ټيمونو سره مرسته وکړي:

« خپلو ټولو علماء کرامو ته عرض کوم چې د خپلو منابرو له لارېاو نورو مجالسو کې د پوليو د څاڅکو په اهميت خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي او خلک په دې وپوهوي چې د پوليو څاڅکې حرام نه بلکې حلال دي. »

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له پيله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو درې پېښې ثبت شوي چې يوه په هلمند، يوه په کندهار او بله هغه يې په کندوز کې ده.

XS
SM
MD
LG