د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ډيورنډ کرښه به هېڅکله په رسميت ونه پېژني'


د ننګرهار د ځوانانو امريت په چوکاټ کې په سلګونو ځوانانو د یوه لاريون په تر سره کولو سره له دولت نه وغوښتل چې د ولسي جرګې وکيل لطیف پدرام چې د ډيورنډ کرښې په اړه يې څرګندونې کړې وې، هغه ونيسي او سخته سزا دې ورته ورکړي.

د شنبې په ورځ د ننګرهار د ځوانانو د امريت تر چتر لاندې د بېلابېلو ولسواليو د ځوانانو د شوراګانو غړي د جلال اباد ښار له شېرزي لوبغالی څخه تر پښتونستان واټ پورې ورغلل او د ولسي جرګې د وکيل لطیف پدرام او پاکستان په خلاف يې نارې ووهلې.

لطیف پدرم څه موده وړاندې ویلي وو چې د افغانستان حکومت دې د ډيورنډ کرښه په رسيمت وپېژني.

د ننګرهار د ځوانانو امريت مشر مطیع الله احمدزي خبريالانو سره په خبرو کې وویل، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د ډيورنډ په کرښه سودا وکړي:

(( هغه چارواکي او هغه د ولسي جرګې استازي چې د ډیورنډ کرښې د رسمیت د پېژندو غوښتنه کوي، موږ دغه ډول استازو او دغه ډول استازو ته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ د مملکت په سرنوشت باندې دې لوبې وکړي. موږ د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا حمایت کوو او دغه استازی چې پدرام نومېږي او کومې څرګندونې يې چې کړي، زموږ غوښتنه له نظام نه او د عدلي ارګانونو نه دا ده چې د ملي خیانت په توګه يې محاکمه کړي.))



د ملی پرمختک د اجتماعی تولنې استازي قاري امید ساپي وویل، د ډیورنډ مسله یوازې د پښتنو نه بلکې د ټولو افغانانو مسله ده:

(( کوم ولسونه چې په دغه جغرافیه کې ژوند کوي، که هغه پښتون دی، که هزاره دی، تاجک دی، اوزبک دی او که پشه يي دی، دا افغانان دي او د ډیورنډ کرښه د افغانانو مسله ده. موږ د ډیورنډ کرښه په رسميت نه پېژنو، زه په امنيتي ځواکونو غږ کوم چې هر هغه څوک چې که هغه پښتون وي، اوزبک وي، ترکمن وي او که هر څوک وي او زموږ خاوره خرڅوي، هغه بايد ونيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.))



د کامې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر عبدالرحيمزي وویل، هر هغه څوک چې د ډیورنډ کرښې د رسمي کېدو خبرې کوي، هغه افغان نه دی:

(( د ډيورنډ کرښه موږ هيڅ وخت نه ده پېژندلې او نه به يې وپېژنو. هره هغه څوک چې د ډيورنډ د کرښې ملاتړ کوي، هغه افغان نه دی.))

د لاريون په اخر کې په اتو مادو کې یو پريکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي ول،پاکستان تل د نړیوالو اصولو خلاف په افغان خاوره د تېري او تجاوز هڅه کړی، ملګري ملتونه بايد د ډيورنډ مسله له نړیوالو اصولو سره سمه وڅېړي.

XS
SM
MD
LG