د لاسرسي ځای

تازه خبر

قومي مخور: ځدارڼ د سولې د بهیر منځګړیتوب کولای شي


د لويې پکتیا د یوولسو ځدراڼ میشتو ولسوالیو قومي مشران او روڼ اندي وايي، چې دوی کولای شي د افغان حکومت او د وسلوالو مخالفینو تر منځ د سولې منځګړیتوب وکړي.

د شنبې په ورځ د ځدارڼو میشتو سیمو سلګونه مشران، ملي سوداګر او روڼ اندي چې په خوست کې د ځدارڼو د قومي یووالي په یوه غونډه کې راټول شوي ول، له افغان حکومت همپدې ګیله وکړه، چې د نظام په مدیریتي چارو کې د لويې پکتیا د کدرونو ونډې ته پاملرنه نده شوې.

په خوست کې د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، چې پدې ناسته کې د دوی مشرانو تیاری وښود، تر څو د خپل قومي اغېر نه په استفادې د دولت او وسلوالو تر منځ د سولې وساطت او منځګړیتوب وکړي.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

"د ځدراڼو د یولسو ولسوالیو قومي مشران، متنفذینو او ځوانانو د دې لپاره یو نوی اتفاق او اتحاد وکړو چې د طالبانو او حکومت تر منځ به دریمګړي رول اداء کوي، د خپلو مشرانو او مخورو نه په استفادې سره به هم طالبان سولې ته هڅوي او هم به دولت دې ته هڅه وي، چې نوره جګړه ختمه شي او په افغانستان کې سوله او امن راشي. "

حاجي الف ځدراڼ وايي د ځدارڼو هغو سیمو ته چې هلته امنیتي ګواښونه شته او نور خلک به ورتګ زړه ښه نه کړي، دوی کولای شي، په قومي دود او دستور ورشي او خپل پیغام تر هغه ورورسوي.

الف ځدراڼ زیاتوي:

"دې سپیرې ولسوالۍ هرې سیمې ته څوک نشي ورتلای، خو ځدراڼ ورتلی شم، په کې ګرځیدی شم، امن په کې راوستی شم، هغو خلکو سره هم غږیدای شم، چې موږ ټول وروڼه باید سوله وکړو، ټول د یو افغانستان اوسیدونکي یو، تر دې زیات به د نورو په خبرو نه غولیږو. "

د انصاف ګوند مشر انجینر احمدشاه ځدراڼ وايي، کچیرې د ځدارڼو په منځګړیتوب هوکړه وشي او وسلوال د دوی د سولې وړاندیز ونه مني، نو قوم به يې په یو غږ د هغو په مقابل کې ودریږي.

احمدشاه ځدراڼ وویل:

"کچیرې پدې قوم کې په حقیقت سره د وحدت او اتحاد غږ اوچت شو، زه فکر کوم چې لویه پکتیا ټوله د دوی سره ولاړه ده، هغه خلک چې د نړۍ امن ته خنډ واقع شوي دي، انشاالله ژر به لیرې کیږي، که بیا اصلاح نشي، بیا نو موږ په قوم غږ کوو چې د خپلو حدوداتو نه په کلکه دفاع وکړي. "

د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو راوروسته د لويې پکتیا د اوسیدونکو یوه ګیله داده چې په نظام کې يې ونډه پیکه او کمرنګه ده.

د ځوانانو په چارو کې د حکومت د اجراييه رييس سلاکار بخت محمد ځدارڼ د خلکو لدې غوښتنې سره همنظره دی او د خلکو قانوني حق يې بولي:

"لویه پکتیا کدرونه لري، جنرالان لري، منصبدار لري، وزیران لري، خو په دولت کې نه بلکې په کورونو کې ناست دي، د لويې پکتیا ټول قومونه د دولت نه هغه سهمیه چې د دوی کیږي، ترې غواړي يې او دا يې قانوني حق دی. "

د یادونې وړ ده ځدارڼ د لويې پکتیا له سترو قومونو څخه دي، چې د خوست د درېیو، د پکتیا د دوو او د پکتیکا د شپږو ولسوالیو اوسیدونکي د یاد قوم اوسیدونکي دي.

اوس هم د ځدارڼو په ولس او قوم کې هغه پخوانی قومي پور او برید مالوم دی.

XS
SM
MD
LG