پراګ - د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري شهریت ورکړل شوی دی.
نوموړې د چارشنبې پر شپه د کاناډا پارلېمان ته وینا وکړه.
۱۹ کلنه ملاله تر ټولو ځوانه نجلۍ ده چې هغه پارلېمان ته یې وینا وکړه.
د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو چې د افتخاري تابعیت سند ورکاوه نو هغې ته یې وویل: ((ملالې ستا داستان موږ ته الهام راکوي.))
تر ملالې مخکې پینځو نورو نومیالیو کسانو ته د کاناډا افتخاري شهریت ورکړل شوی دی.
ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۴ز کال کې نوموړې ته دا تابعیت ورکړل شي خو پر پارلېمان د وسله وال برید له کبله دا کار وځنډول شو.
ملالې پارلېمان ته وویل، هغه وسله وال ځان ته مسلمان وایه، خو د دې د عقایدو ښکارندويي نه کوي.
ملالې په سوات کې د نجونو تعلیم لپاره غږ پورته کړی وو چې بیا طالبانو په ډزو وویشته او ژوبله یې کړه.