د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت دې یتیمان ماشومان راجسټر کړي


د ازربایجان یتییمان
د ازربایجان یتییمان

د یتیمانو ماشومانو خېر ښېګړې لپاره کارکونکې ادارې د سويټ هوم مشر له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د یتیمانو ماشومانو نوملیکنې (رجسټرېشنول) لپاره یو قانون جوړ کړي.

د سویټ هوم مشر زمرد خان مشال راډیو ته وویل چې په غونډ ملک کې دا نظام نه شته چې د ملک په کومه برخه او ضلع کې څومره ماشومان یتیمان دي.

د ده په وینا چې پاکستان ترهګرۍ ځپلی ملک دی او په ترهګرۍ کې هغه ماشومان زیات استعاملېږي چې مور او پلار دواړه یې نه وي.

''په دې کې هېڅ شک نه شته چې د یتیمانو ماشومانو پالل ډېر ښه کار دی خو تر څو چې حکومت ته دا نه وی مالومه چې دا کوم کوم ځایې کې کومو ادارو سره دي نو تر هغې موږ د ترهګرې غوندې مسلو باندې قابو نشي موندلې. زما په خیال پاکستان کې یتیمانو د رجسټرېشن قانون پکار دې او چې کومو ادارو سره هم دا ماشومان موجود وی، که هغه سوټ هوم وي، اېس او اېس، ایدي فاونډېشن او یا له مدرسو سره وي. د دوی نوملیکنه [رجسټرېشنول] پکار ده چې دا ماشومان چېرته غلط استعمال نه شي.''

د پاکستان سويټ هوم په دوه دیرش څانګو کې دا وخت شاه خوا څلور زره هلکان او سل جینکۍ یتیمانې ماشومانې دي چې پکې د زیاتره تعلق خېبر پښتونخوا سره دې.

د پاکستان پارلېمان تېر کال د اسلام اباد یتیمانو ماشومانو لپاره د بیا بحالې او خېر ښېګړې اېکټ منظور کړې وو خو د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو په وېنا چې د صوبو په سطح یو قانون د لاندې داسي نظام پکار دې چې هاغه بې موره او پلاره ماشومان رجسټرډ کوي.

د ماشومانو د حقونو مبارز ارشد محمود وایې چې نه صرف د یتیمانو ماشومانو رجسټرېشن پکار دې بلکې د دې لپاره د جوړې کړې شوې ادارو کره کتنه هم پکار ده.

''د رجسټرېشن لپاره د یو قانون ضرورت ډېر زیات دی ځکه چې کله داسي نظام نه وي نو د یتیمانو ماشومانو استحصال کیږي او په کومو ادارو کې چې دا ماشومان پاتې کیږي نو د هغې د رجسټرېشن نظام هم موثره پکار دی.''

د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د قایمه کمېټې یو غړي ساجد نواز خان مشال راډیو ته ووېل چې حکومت د یتیمانو ماشومانو رجسټرېشن کولو کې سنجیده ښکاري.

''زموږ ملک کې د دې ډېر ضرورت دې ځکه چې دلته ترهګرې مسله ده او چې کوم حالات دي نو هغې له وجې ډېر ماشومان بې موره او پلاره پاتې شوې دي ، دا رجسټرېشن قانون مخکې پکار وو خو اوس حکومت سنجیده دې او باید چې دا کار زر تر زره وکړې شي."

د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو په وېنا چې د یو اندازې مطابق پاکستان کې څلور اعشاریه دوه فیصده ماشومان یتیمان دي خو دا شمېره دې نه زیاته هم کېداې شي.

د دوي په وېنا چې دې ماشومانو ته تعلیم ، صحت او د په سر د چهت غوندې بنیادي سهولیاتو ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG