د لاسرسي ځای

اسلام اباد کې یوه درې کلنه ماشوم له جنسي تېري پس وژل شوې


اسلام اباد ښار

د اپرېل په اتمه نېټه د اتوار په ورځ د اسلام اباد په جنګي سيدا علاقه کې د درې نيمو کالو یوه ماشومه له تښتولو او جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د اسلام اباد پوليسو تر مخه درې نيم کلنه (م) د جمعې په ورځ د اپرېل په ۷ مه نېټه له خپل کوره بهر اچانک بې درکه شوې وه چې تر هغه وروسته د ماشومې کورنۍ د بې درکې مقدمه درج کړه.

د اسلام اباد کرايم انوېسټيګيشن ايجنسۍ سب انسپکټر عبدلقادر مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د ماشومې بې درکه کېدودوه ورځې پستيره ورځ(اتوار) د علاقې خلکو دغه ماشومه په بورۍ کې بنده وژلې شوې وکتلۀ چې د څه پس پوليسو دغه ماشومهپوسټمارټم يا طبي معاينې لپاره هسپتال ته ولېږله.

"دا ماشومه په بورۍ کې بنده د خپل کور شا ته ميلاوه شوې ده. ه د اووم اپرېل نه بې درکه وه او بيا يې پلار ايف آئي آر درج کړو.د کېس په اړه نور تفتيش روان دې فلحال لا څه نه شو ويلې چې څوک په دې کېس کې ککړ کېدې شي."

بل خوا د اسلام اباد پمز اسپتال ماشومې سره د جنسي تېرې تصديق کړې.

اسپتال انتظاميې تر مخه د جنسي تېرې سره سره دغه ماشومه په جسماني توګه هم د تشدد ښکار شوې ده.

د ماشومانو حقونو او تحفظ لپاره کار کونکې يو غېر سرکاري ادارې ساحل د رپورټ تر مخه تير کال ۲۰۱۶ کېپه پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تيرو څلور زره ۱۳۹ پېښې رامخې ته شوې دي چې کوم د کال ۲۰۱۵ په نسبت ۱۰ فېصدهزياتې دي.

د ادارې رپورټ وايې چې د اندېښنې وړ خبره خو دا ده چې په دې پېښو کې ۱۰۰ماشومان د جنسي تيرو پس وژل شوي دي.

د يادې ادارې يو چارواکي ممتاز ګوهر مشال ريډيو ته وويل چې د دې قسمه پېښو شمېره نوره هم سېوا کېدې شي خو زموږ په ټولنه کې د عزت او غېرت له وجې دا قسمه کېسونه نه رپورټ کېږي.

د ده په وېنا دحکومت لخوا په قوانینو عملدارامد نه کولو او په خلکو او په ټولنه کې د پوهې د کمې له وجې دا قسمه پېښو کې زياتوالي راغلې

"د ماشومانو حقونه څه څه دي د ماشومانو تحفظ څه ته وايې په دې اړه د ماشومانو د زدکړې په نصاب کې دا څيزونه شاملول پکار دي بل دا چې ماشومانو دا هم ښودل پکار دي چې هغوي به د خپل ځان،جسماني او جنسي حفاظت څنګه کوي په کتابونو کې دې په اړه يو مضمون پکار دې.زموږ په تولنه کې خلک په دې قسمه پېښو خبرې کول نه غواړي نو له وجې دا پېښې نورې هم زياتې شي.بل دا چې کوم قوانين جوړ دي په هغې په سمه توګه که عمل وشي نو د دې پېښو مخ نيوې کېدي شي."

د ادارې رپورټ تر مخه د کال ۲۰۱۵ په شان کال ۲۰۱۶ کې هم د هلکانو په نسبت جينکو سره د جنسي تيرو شرح زياته ده.په ۲۰۱۶م کال ۲۴۱۰ نجونه او ۱۷۲۹ هلکان د جنسي تيریو ښکار شوې دي او په دغه کېسونو کې ککړ کسان زياتره خپل خپلوان وو.

XS
SM
MD
LG