د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مېرمنې پر خپلو حقونو خبرې کوي


د خوست مېرمنې په یوه غونډه کې راټولې دي.
د خوست مېرمنې په یوه غونډه کې راټولې دي.

په خوست کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې په ښځو کې نالوستوب او په ټولنه کې ځنې ناسم دودونه د دوی د ډېریو حقوقو د ضایع کېدو لامل شوي دي.

دوی زیاتوي، ډېری ښځې د شریعت او قانون په رڼا کې د خپلو حقونو په باب په ډېر څه نه پوهیږي او نه د داسې استدلال څخه برخمنې دي، چې د خپلو کورنیو له نارینه قشر څخه د خپلو مدني حقوقو غوښتنه وکړي.

ښځینه فعالانو یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ په خوست کې عدالت د ټولو لپاره موسسې د یوې څانګې په پرانیستغونډه کې مشال راډيو ته وکړې.

د مېرمنو د حقونو یوه فعاله د وینا پر مهال
د مېرمنو د حقونو یوه فعاله د وینا پر مهال

د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال د ښځو د ډېریو حقونو ضایع کېدل د ښځینه قشر د نالوستوب له کبله بولي.

زهره جلال زیاتوي:

« که چیرې زنانه خپل حق غواړي یواځې يې د چا نه اوریدلي وي، که بیا د ورور، پلار او تره لخوا پرې فشار راوړل شي، نو هغه بېرته په خپل ځای کې کراره کیني، هغه لازم استدلال نلري، خپل حقوق مشرانو ته نه شي ښودلی.»

یوه بله مدني فعاله نادیه باوري په پښتون میشتو سیمو کې د ښځو له نالوستوب سربېره یو شمېر حاکم دودونه هم د هغه څه په توګه یاودي، چې ښځې يې پر دوی د تاوتریخوالي تحمل ته مجبورې کړي دي.

نادیه باوري وايي، که چیرې عدالت د ټولو لپاره پروګرام سره عدلي او قضايي ادارې همداشان ځايي قومي مخور او دیني عالمان کومک وکړي، نو تر یوه بریده د ښځو د حقوقو د ضایع کیدو مخه نیول کیدای شي.

د افغانستان په زندانونو کې د ځنو بندیانو د قضیو په څېړلو کې ځنډ د مهمو ستونزو په توګه یاديږي او لدې کبله یو شمېر کسان له اونیو تر میاشتو، حتی لدې اوږدې مودې پورې په محبسونو کې بې برخلیکه پاتې کیږي.

د غونډې یو ویناوال
د غونډې یو ویناوال

عدالت د ټولو لپاره د موسسې مشر اکرم افضلي وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې يې د فترونو د پرانیستې یوه مهمه موخه دا هم ده چې د بندیانو مسالې بې برخلیکه پاتې نشي.

اکرم افضلي وویل:

« عدالت د ټولو لپاره د هغه فرهنګ چې د اسلام او پرمختګ خلاف دی او د حقوقو د پایمال کېدو سبب ګرځي د هغې پر وړاندې مبارزه کوي، پدې ولایتونو کې ټول غریب خلک ژوند کوي، ټول ماشومان، زندانیان، ښځینه، چې حتی څوک يې د محکمې تر دروازې نه پریږدي او هغه زندانیان چې دوی په محبس کې دي او قضیې يې نه بررسي کیږي، عدالت د ټولو لپاره وکیلان ځي، دروازه په دروازه ګرځي او قضاياوو دفاع يې کوي.»

بلخوا د خوست د استناف محکمې مرستیال محمدمشعل وهاج مني، چې تر اوسه هم یو شمېر قضیو د بیلابیلو لاملونو پر اساس مدافع وکیلان نه درلودل. قاضي مشعل وهاج هیله څرګنده کړه، چې عدالت د ټولو لپاره موسسه به د یادې ستونزې په هواري کې ښه رول ولوبوي.

قاضي مشعل وهاج زیاتوي:

« د محکمې د قضاياوو د رسیده ګۍ په مرحله کې په محاکمو کې د قانون له نظره تر اوسه موږ داسې موارد درلودل، چې قضیې به یا وکیل مدافع نه درلوده، یا به يې د نیول مالي توان نه درلوده، ځکه وکیلان مدافع خپل خدمات د پیسو په مقابل کې وړاندې کوي، بعضې موږ داسې قضایاوې درلودې، چې هغوی به پیسې نه درلودې.»

یاده دې وي چې عدالت د ټولو لپاره موسسه داسې مهال په خوست کې خپله څانګه پرانیزي، چې د تېرې چارشنبې په ورځ د خوست چارواکو ولس ته د حساب ورکوونې په غونډه کې په یاد ولایت په عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو خبره کړې وه او ویلي ول، چې په ۹۵ یم لمریز کال کال کې په خوست کې ۷۷۴ حقوقي او قضايي دوسیو ته رسیده ګي شوې ده.

XS
SM
MD
LG