د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې استاد زیار ولمانځل شو


د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د اتیايمې کليزې په ویاړ سيمينار د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو، چې په فرهنګيانو او لیکوالو سربېره په کې له کابل څخه لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و چې ځینو يې د استاد زیار په کړي کار مقالې او ویناوې واورولې.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځې استاد او په علمي او ټولنیزو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار پوهندوي لعل پاچا ازمون د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:

(( استاد زیار د خپل ژوند زیاته برخه د خپلې ژبې او خلکو خدمت ته ځانګړې کړې ده. اوس هم زیار باسي چې د خپل ژوند خوږې شېبې پر علمي خدمت ولګوي. ده د ژوند په خدمت او د ژوند خواږه د ژبې په بډاینې کې ویني. یوه شېبه ارام يې هم په ځان نه دی لورولی، بلکې د ژوند ساه او ارام خلکو ته په علمي خدمت کې ویني. داسې ريښتيني خدمتګاران د خلکو په زړونو او ذهنونو کې ژوندي او ځلېدونکي دي.))

د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزير غلام نبي فراهي هم د استاد زيار په علمي او فرهنګي هڅو مقاله لیکلې وه چې په يوه برخه کې يې راغلي ول. د استاد زیار علمي او فرهنګي هڅو په پښتو ادبياتو کې د علم و هنر ډیوې بلې ساتلي دي:

(( د استاد زيار لوړ خيال، ژور فکر، علمي او ادبي پنځونو، پوهنيزو او روزنيزو څېړنو، هنري او شعري پنځونو او لیکنو او همدا رنګه د ده علمي او فرهنګي هڅو، په پښتو ادبياتو کې د هنر او علم ډيوې بلې او روښانه ساتلي دي.))

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزير عبدالغفور لیوال هم يو له هغو و چې د استاد زیار د کړي کار په اړه يې وینا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د استاد زیار پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې دا یو اثر دی چې د ژبې پر بنسټ يې پښتانه اریايي ساکان ثابت کړي دي:

(( د استاد وروستی کتاب چې په دوهم ځل چاپ شوی دی. (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) هغه ټولې شعایرې، اوازې او افسانې غلطې دعوې چې د پښتنو په اړه وې، دا يې بدلې کړې. د ژبپوهنې، ټولنپوهنې، توکمپوهنې، تاريخ او اسطورو، د دې ټولو په تحليل او شننې په پایله کې يې د استاد دغې څېړنې ثابته کړه چې د ژبې پر بنسټ پښتانه اريايي ساکان او پښتو ژبه يوه سوچه هندو اریایي ژبه ده.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د استاد زیار په هڅو او زیار مقاله ليکلې وه چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:

(( استاد زیار د ژوند د اتیاوو پسرليو سره داسې ملګرتيا کړې چې یوه شېبه يې هم فکري او فزیکي ځواک، فکر او احساس د د ژبې او قام له خدمت نه، نه دی غافله شوی. اوس هم د ورځې لس ساعته کار کوي او د خپلې ژبې، او د خپلې ژبې د غنا او له نورو ژبو سره د سيالۍ په لاره کې يې هوډمني ځوانه ده. ډاکټر صاحب زيار په دېره مینه، سپېڅلتیا او متانت، د ژبې په برخه کې د ستاینې وړ خدمتونه کړي او راتلونکي نسل ته يې د کره پښتو د ښار دروازې پرانستې دي.))

استاد زيار په دې سيمينار کې د هم د ژبې په بېلابېلو اړخونو اوږدې خبرې وکړې چې د سيمينار د ګډونوالو پام يې ور واړاوه. نوموړي د خپلو خبرو په جريآن کې يو ځای وویل، که پښتانه خپلې ژبې ته تم شي، خپل تاريخ کې موندلی شي:

(( پخپله له امو نه تر اباسينه، دا خو د ژبپوهنې دي. پخوا د دې چې تاسو فوکلور ته مخه وکړئ، تاسو ليکلو ادبیاتو ته مخه وکړئ، پټې خزانې او ښکاره خزانې ته مخه وکړئ، تاسو په ژبه کې خپل تاريخ پیدا کولی شئ.))

استاد زيار له نن څخه اتیا کاله وړاندې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند مزینې کلي کې دنیا ته سترګې غوړولي، له رسمي زده کړو وروسته په ۱۳۴۱ لمریز کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې استاد او د کدر غړی شو.

استاد زیار د پوهتون د استازۍ پر مهال بېلابېلو هیوادونو ته علمي سفرونه کړي او د ژبپوهنې او څېړنې په برخه کې يې نوښتونه رامنځته کړي دي. نوموړي تر سلو پورې کتابونه ليکلي چې تر اویا پورې يې د چاپ په ګاڼه سمبال کړي چې شل کتابونه يې شاعري ده او پاتې يې علمي، څيړنيز او ژبپوهنيز دي.

استاد زیار د ژبپوهنې په برخه کې يو شمېر کتابونه له انګریزي، فرانسوي، الماني او روسي ژبو هم پښتو ته ژباړلي دي.


د دغه سيمینار په پای کې ځوان سندرغاړي سعید الله وفا د پوهاند استاد زیار ځینې غزلې د موسيقۍ له پردو سره هم غبرګې کړې.

XS
SM
MD
LG