د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: بایومیټریک سیستم د کانکور د ازموینو شفافیت تضمینوي


نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د دولسمو ټولګیو له نږدې پنځه زره فارغانو څخه چې ۳۱۶ تنه يې نجونې دي، په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره د کانکور ازموینه پیل شوه.

د کانکور ازموینې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې به اخیستل کیږي،کاندیدان يې مخکې له مخکې بایومیټریک شوي او په غلطو نومونو د اصلي کسانو پر ځای د نورو کسانو د کېناستو مخه نیول شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د بایومیټریک پروسه يېپه کانکور کې د پوره شفافیت د تامینپه خاطر رامنځته کړې ده.

د کانکور د ازموینې لپاره خوست ته د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي مشر پوهاند عبدالاحد مسلم مشال راډیو ته وویل، چې د سږني کانکور شفافیت تر ډېره تضمین شوی او د بایو میټریک د پروسې د رپلي کېدو په واسطه د تقلب لارې بندې شوې دي.

ده وویل، تر دې وروسته به په کانکور کې د حقدارو او لایقو زده کوونکو حقوق نه ضایع کیږي.

پوهاند عبدالسلام مسلم زیاتوي:

((موږ غواړو دا پروسه چې په ټول افغانستان کې دایریږي، دې لپاره اوس موږ په خوست ولایت کې امتحان اخلو، موږ غواړو چې انشاالله دا پروسه سل په سلو کې په شفافیت سره ترسره شي، تاسو ته يې اطمینان درکوم چې دا پروسه به بیخي شفافه وي، حق به حقدار ته وسپارل شي او پدې کې به څه ستونزه نه وي.))

خوست والي حکم خان حبیبي چې د کانکور د پیلیزو مراسمو ګډون وو، وویل چې شیخ زاید پوهنتون د دونیم زره محصلانو د جذب ظرفیت لري او پاتې کسان به د نمرو سره سم د نورو ولایتونو پوهنتونونو یا د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړي.

ښاغلی حبیبي وايي:

((نن د کانکور ازموینه رسماً پرانیستل شوه او د کانکور د سوالونو صندوقونه زموږ د کانکور دکاندیدانو لخوا د حصول اطمینان په خاطر وکتل شوه، پدې پروسه کې به ۴۹۶۲ تنه زده کوونکي په دوه ورځو کې ازموینه ورکړي، په شیخ زاید پوهنتون کې به لدې جملې دوه نیم زره زده کوونکي جذب شي.))

خوست واليهم ډاډ څرګندوي، چې بایومیټریک سیستم ته د کانکور د ازموینې داخلیدل د یاد ملي بهیر شفافیت تضمینوي.

نوموړي د یاد ولایت د ملکي او پوځي ادارو له مسوولینو وغوښتل چې په ښه بڼه د کانکور د ترسره کیدو په برخه کې لازمه همکاري وکړي

د خوست شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل مجیب الرحمن
د خوست شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل مجیب الرحمن

د خوست شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي هم د کانکور د شفافیت لپاره د لوړو زده کړو وزارت نوی سیستم ګټور بولي:

((سږ کال ټول کاندیدان بایومیټریک شول، دې لپاره تقریباً یوه اونۍ تخنیکي ټیم دلته موجود وو، ټول کاندیدان مو بایومیټریک دي او اوس چې کاندیدان ازموینې ته کیني دا پروسه به طۍ کوي، دې لپاره چې کوم بل څوک د چا پر ځای کېنني، نو نن پدې پروسه کې ۳۱۶ نفره خویندې هم له ځانه سره لرو.))

د یادونې وړ ده، خوست له هغو سیمو څخه ده، چې له پخوا يې خلک د زده کړو او تحصیل مینه وال دي، دا مهال یاد ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون تر څنګ چې د افغانستان په مهمو تحصلي ادارو کې حسابیږي، د پامیر، احمدشاه ابدالي، طلوع افتاب او دعوت د لوړو زده کړو موسسې هم فعالیت لري، د خوست د پوهنتونونو د محصلانو شمېر تر لسو زرو کسانو ډېر دي.

تېر کال یوازې د شیخ زاید پوهنتنون له دوولسو پوهنځیو اتلس سوه نجونې او هلکان د لیسانس په درجه فارغ شول.

XS
SM
MD
LG