د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ضیا مسعود: ننګرهار به له متوازن پرمختګه برخمن شي


د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود
د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود

د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود د يوه پلاوې په ملتيا ننګرهار ته ورغلی

د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود د دوشنبې یا ګل په ورځ ننګرهار ته راغلی و او د یوې غونډې په ترڅ کې يې د خلکو ستونزې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د خلکو ستونزې به له ولسمشر سره شریکوي او هواری به ورته لټوي.

د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود د يوه پلاوې په ملتيا ننګرهار ته ورغلی و او په شاهي ماڼۍ کې يې د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو ستونزې واورېدې.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې پر امنیتي، اداري او تعليم په برخه کې د ستونزو د یادولو تر څنګ په ننګرهار کې د کافي برېښنا نیشتوالی د پرمختګ په لار کې لوی خنډ وګاڼه:

"ننګرهار په اوسط ډول له یو سل او شل نه تر یو سل او دېرش ميګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اوس موږ یوازې پينځه ويشت ميګاواټه برېښنا لرو. په تېرو کلونو کې د برېښنا او نورو زېربينايي پروژو په تطبیق کې د ننګرهار له ولس سره يو څه بې انصافي شوې ده. که په ننګرهار کې د برېښنا ستونزه حل نه شي، په ننګرهار کې نه په صنعتي برخه کې انکشاف راځي، نه زموږ داخلي عواید لوړېږي، او نه د ژوند په نورو برخو کې چې خلک ورته اړتیا لري، پېشرفت نه شوو کولای."

د ننګرهار ولایتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني د ولس په استازيتوب په اداري واحدونو کې د اصلاحاتو کې غوښتونکي شو:

"یو بېسواده سړی به وي د رياست په چوکې له تېرو لسو کلونو ناست دی یا دا چې په لسو کلونو کې یو ریاست هيڅ پرمختګ نه دی کړی. همدا رنګه څوارلس کاله یو ولسوال په ولسوالۍ کې پاتې شوی، څوارلس کاله په يوې ولسوالۍ سل فیصده امن و، خو نن هغه ولسوالي سقوط کوي، خو بيا هم هغه ولسوال دی. په ننګرهار کې همدا اوس له زرو څخه تر درې زرو پورې ماسټران درته ښودلی شوو چې بې وظیفې ګرځي."



د ښې حکومتولۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار احمد ضیا مسعود وویل، که د ننګرهار د والي په ګډون ولایتي شورا مرکز ته د يوه پلاوي په بڼه ورشي، نو ستونزو ته به يې حل لارې وموندل شي.
دی وايي:

"د تعليم او تربیه په برخه کې ستونزې، د روغتیا په برخه کې ستونزې، د سرکونو جوړول او د بريښنا ستونزې او دا چې په رښتیا هم صنعتي پارکونه چې د ننګرهار د اقتصاد په پیاوړتیا کې رول لري، نو که زحمت نه وي، د والي صاحب په ګدون دې ولایتي شورا او ولسوالان کابل ته تشريف راوړي، زه به ټول وزیران رابولم، مخامخ خبرې به وکړو چې د ننګرهارد انکشاف لپاره وزیرصاحبان کوم پلانونه لري، ستاسو غوښتنې څه دي. او موږ څنګه کولای شو چې د ننګرهار په پرمختیا کې عملي ګامونه پورته کړو.''

احمد ضیا مسعود د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه چې د داعش پر وړاندې يې ولسي پاڅونونه کړي او د خپل نظام ملا يې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG