د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود لوبغالي کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو پرانسته


د خیبر کرکټ اتحادیې یو چارواکی وایي په دې سوپر لیګ کې له قبایلي سیمو څلورویشتو کرکټ ټیمونو برخه اخېستې ده او د اپرېل تر څلورمې نیټې به د دغه ټورنمنټ لوبې پر یو وخت په خیبر، باجوړ، مومندو او شمالي وزیرستان کې دوام ولري.

د نوموړي په خبره چې پایلوبه به یې د شمالي وزیرستان میرامشا په یونس خان کرکټ لوبغالي کې کېږي.

په دې ټورنمنټ کې په یوه ټیم کې یوازې درو غیر مقامي لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورکړل شوې او نور ټول لوبغاړي به پکې د قبایلي سیمو وي.

د فاټا سوپر لیګ پرانستنې لپاره ګڼ قبایلي ځوانان، مشران او قبایلي پارلېماني استازي ورغلي دي، چې له خیبر ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرېدی او د وزیر اعظم مشیرامیر مقام هم پکې شامل وو او په دې پرانسته کې یې ګډون وکړ.

د خیبر کرکټ ایسوسی ایشن او فاټا سوپر لیګ مشران وایي چې دغه لوبې به د اپرېل تر دیارلسمې نېټې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG