د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي


د لوګر ولایت ملکي او پوځي چارواکي وايي چې د څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ ډېری سیمې د وسله‎والو له شتونه پاکې شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې نهه وسله‎وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، افغان ځواکونو په څرخ کې د چېچېن جګړه مارو یوشمېر مرکزونه هم ویجاړ کړي دي.

د سېشنې ورځ د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت‌الله علیزي ازادي راډیو ته وویل چې څرخ کې د چېچېن جګړه مارو یوشمېر کورنۍ هم موجودې وې چې تر عملیاتو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

​لوګر کې د ملي اردو د لوا قوماندان برید جنرال رازق ساپی وايي چې د څرخ ولسوالۍ اکثره کورنۍ د وسله‎والو د ظلم له لاسه وتلي او په دې ځای کې د خلکو ډېر شمېر باغونه، کورونه، جوماتونه او ښوونځي ویجاړ شوي دي.

رازق ساپي وویل، وسله‎وال په دې ځای کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.

ښاغلی ساپی زیاتوي:

"د دوی د ظلمونو او ناسم چلند له لاسه اتیا سلنه کورونه له څرخه وتلي دي، د خلکو کورونه، ابادۍ، باغونه او هر څه تخریب دي، له دوی ډېر خلک خفه او مأیوسه دي، موږ سره د خلکو همکاري ډېره زیاته ده، خو اراضي یو څه مشکله ده او د دوی د خلکو له کورونو نه زیاته استفاده کوي."

د لوګر والي حلیم فدايي هم د ځايي ادارې د یو شمېر ملکي مأمورنیو سره یوځای د څرخ ولسوالۍ د خلکو سره د لیدنې پر مهال یادې ولسوالۍ ته تللی وو.

ده وویل، د څرخ له اوسېدونکو يې وغوښتل چې هغه ځای کې د راتلونکو حکومتي پرمختیايي پروژو په پلي کېدو کې همکاري وکړي.

حلیم فدايي زیاتوي:

"یو شی چې ما ولید وسله‎والو مخالفینو ملکي خلک ډېر زیات ځورولي دي، هغوی نفرت ځینې لري، تر څنګ‌يې مکتبونه او ان جوماتونه په مرمیو باندې ویشتلي دي، په راتلونکي کې هغه انکشافي پروژې چې په دې ولسوالۍ کې پلي کېږي، په دې برخه کې مو د ولس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه."

د یادونې وړ ده د تېرې جمعې ورځې راهیسې د افغان ځواکونو له‎خوا د څرخ په ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي چې د چارواکو په وینا پر وړاندې يې د وسله‎والو له لوري ډېر مقاومت نه‎دی شوی.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې رسنیو ته د څرخ په پوځي عملیاتو کې دوی ته د ځاني زیان د رسېدو په باب څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG