د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پولیسو الکولي مشروبات او چرس نیولي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو په یاد ولایت کې سلګونه بوتله الکولي مشروبات، یوه اندازه چرس او څلور تنه ماین خښوونکي نیولي دي.

د جمعې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې یاد توکي چې په ترکیب کې يې درې سوه بوتله الکولي مشروبات او یوه اندازه چرس دي، د پولیسو لخوا په وروستیو ورځو کې په مرکزاو څلور تنه ماین خښوونکي بیا په یوه ولسوالۍ کې د ماین خښوونې پر مهال لاس په لاس نیول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي:((بیا هم زموږ پولیسو د موثقو مالوماتو پر بناء سره د مرکز په دوه ساحو کې چې یوه کې يې چرس وو او په دویمه ساحه کې دا الکولي مشروبات خرڅول کېدل، پولیس ورغلل او په هغه باندې يې عملیات وکړل، همدارنګه موږ څلور نفره هغه څوک چې ماینونه يې ځای پر ځای کول، بالفعل د ماینونو سره نیولي دي، چې وروسته به يې رسنیو ته عملاً وښیوو.))

خوست امنیه قوماندان وايي، چې ټولو پولیسو ته امر شوی تر څو د نشه يي توکو د کاروباریانو او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د نشه يي توکو په اړه که اطلاعوې پیدا کوي، نو بې له ځنډه دې پولیسو سره شریکوي، تر څو په اړه يې پر وخت لازم اقدامات ترسره شي.

د نشه يي توکو پر ضد د ځايي ادارې سرپرست نجي الرحمن همدرد وايي، په خوست کې د نشه يي توکو کښت او تولید نشته، خو قاچاق يې شته چې امنیتي ادارې پدې برخه کې خپل کوښښ کوي.

ده د نشه يي توکو پر ضد مبارزه د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ټولنې د مخور قشر له مسوولیتونو څخه وبلله.

نجي الرحمن همدرد وویل:

((په خوست کې د مخدره توکو دوې برخې په مطلق ډول صفر دي، چې یو يې تولید او بل يې کښت دی، د قاچاقو په برخه کې يې هم زموږ پولیس خپلې هلې ځلې کوي، خو تر څنګ يې زموږ د ولسونو، مشرانو او علماء کرامو نه غوښتنه داده چې زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ ودریږي او پدې مبارزه کې فعاله برخه واخلي.))

که څه هم د خوست امنیتي چارواکي او اړوند مسوولین په یاد ولایت کې د یوه اندازه الکولي مشروباتو او نورو نشه يي توکو د نیولو خبره کوي، خو بیا بل لوري ته کتونکي وايي تر هغه چې مسوولې ادارې د نشه يي توکو د خرڅلاو او استعمال مخنیوي ته جدي توجه ونکړي، نو ممکن شته هلو ځلو څخه په نږدې وخت کې د تمې سره سمې پایلې ترلاسه نشي.

XS
SM
MD
LG