د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سيند کې ۹۵ فيصده ښوونځي د څښلو اوبه نه لري


د يوې غیر دولتي ادارې پاکستان فشرفولک فورم ترمخه دا وخت په سيند صوبه کې په زياتره ښوونځيو کې د څښلو اوبه او د زده کوونکو لپاره تشنابونه نه لري.

د يادې ادارې د چارواکو په وينا چې دوی د سيند لرې پرتو سيمو کې يوه سروی کړې چې د سيند په ټهټه ضلع کې ۹۵ فيصده ښوونځي د اوبو اسانتياوې نه لري.

د پاکستان فشرفورم يو چارواکي ګلاب شاه د زيارت په ورځ په کراچۍ کې راجوړې دستورې ته د وينا پرمهال ويلي وو چې دوی د سيند په ټهټه ضلع کې۳۱۲۷ ښوونځيو کې سروی کړې چرته چې يو لاک، ۵۸ زره او نهه اتيا زده کوونکي سبق وايي.

په دغه سروی کې دا خبرې منځ ته راغلي چې په ګرانه سره په کوم ښوونځي کې بنيادي اسانتياوې لکه د څښلو اوبه، بجلي، چارديواري يا تشنابونه موجود وو.

د دې راپور په غبرګون د سيند صوبې اعلی وزير هم د تعليم د محکمې له چارواکو سره په يوه غونډه کې ويلي چې د زده کوونکو لپاره ګرانه ده چي به له بنيادي اسانتياو په خپلو زده کړو توجه ورکړي.

د سيند صوبې د وياند له خوا جاري شوي بيان کې ويلي شوي چې اعلی وزير امر کړی چې ښوونځيو ته دې دغه اسانتياوې په درې مياشتو کې ورکړل شي او د تعليم وزير جام مهتاب ډهر ته يې هم امر کړی چې هغه په خپله د دغه سيمو دوره وکړي.

خو د سيند صوبې د تعليم وزير جام مهتاب ډهر د پاکستان فشرفورم دغه راپور ردوي او د جمعې په ورځ يې مشال رېډيو ته وويل چې په صوبه کې د ۴۰زره نه زيات ښوونځي دي په کوم چې کې چې يواځې لس زره دا ستونزې لري او دوي به روان کال د جون په مياشت کې د دې د هواري لپاره کار پېلوي کوم چې به د دسمبر پورې سر ته رسول کېږي.

((زمونږ چې کوم شاوخوا ۴۰ زره سکولونه دي په هغې کې په لس زره کې دغه ستونزې شته. د دې ترڅنګ په ځيني ځايونو کې دا اسانتياوې شته خو خرابې شوې دي نو د سمولو ضرورت دی. زه سره د تعليم د محکمې د سېکتر ځو او هڅه کوو چې د جون د مياشت پورې دغه سم کړو، مونږ غواړو چې د تحصيل په کچ راته کوم ټېکدار ملاو شي چې داسې په دوه درې مياشتو کې دا کار وکړو)).

د صوبايي وزير په وينا چې دوي د جون د مياشت پورې ۳۰۰۰ ښوونځي هدف کړي او د دې وروستو به د روان کال دسمبر پورې دغه ټولو ښونځيو ته دا اسانتياوي د ورکولو هڅه کوي.

د سرکاري ريکارډ ترمخه دا وخت په سيند صوبه کې ۴۲زره درې سوه او ۴۲ پرايمري، دوه زره او ۴۶ هايرسېکنډري او دوه زره درې سوه شپږدېرش مډل ښوونځي موجود دي.

XS
SM
MD
LG