د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان: هر کس به یو نالوستی لوستی کوي


په ننګرهار کې یوې نادولتي افغاني موسسې د ګڼو ښځينه او نارینه مدني فعالانو په ملتیا نوی لمریز کال له بې سوادۍ سره د مبارزې په نوم پیل کړ چې له مخې به يې هر لوستی کس یو نالوستي کس ته د یوه کال په جریان کې ليک لوست زده کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې بېسوادي په کې اوج ته رسېدلې ده. هر کال د بد امنيو او غربت له امله په لکونو ماشومان د زده کړو له نعمته بې برخې کېږي.

خوپه کابل کې د سولې لپاره روزنيزې او څېړنيزې نادولتي موسسې له يو شمېر نورو افغاني نادولتي موسسو په ګډه د ګڼو مدني فعالانو په ملتیا نوی لمریز کال په يوه کمپاین پيل کړ چې له مخې به يې د يوې ژمنتیا په بنیاد له بېسوادۍ سرهداسې مبارزه کوي چې هر لوستی کس به یو تن نالوستی ته لیک لوست زده کوي.

یادې موسسې د مارچ په شلمه نېټه په جلال اباد ښار کې د سواد د زده کړې د کمپاین پرانسته د يوې غونډې په ترڅ کې وکړه چې ګڼو ښځینه او نارینه مدني فعالانو په کې برخه اخيستې وه.



د یادې موسسې یو تن مسوول صلاح الدین درویش د کمپاين د پرانستې پر مهال مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( یوه موخه د دې کمپاین دغه ده چې یو افغان، د افغان په واسطه، د افغاني امکاناتو پر مټ باسواده شي او بله موخه يې دا دی چې موږ نړیوالو ته دا ثابته کړو چې که چېرې افغانانو ته نړیوال اجازه ورکړي، ګاونډيان يې پرېږدي، افغانان د دې وړتیا لري، تر څو په مادي او معنوي برخه کې د خپل دولت او خپل ملت رغونه وکړي.))


لیکوال او مدني فعال ډاکټر اسدالله ښالېز ژمنه وکړه چې دی به په روان لمریز کال کې د خپلې کورنۍ د غړو په ذریعه لس تنو ته لیک لوست زده کوي:

(( ګاندي چې کله له انګرېزانو ازادي واخيسته، د دوه ورځو غونډو وروسته یو شعار هغوی غوره کړو چې ایچ ون، ټیچ ون، یانې يو لوستی به بل لوستی کوي. د یوه کال موده يې ورته وټاکله، نو هغه وخت کې پینځه ميليونه خلک باسواده و، بل ته يې شمېر لس ميليونو ته رسېدو. نو موږ به هم دا کوشش وکړو، د يوه مسلمان په توګه قرآن ما ته دا حکم کوي، پیل يې په اقرا دی، که موږ لوستي ډېر کړو، نو بدمرغۍ به مو ورسره کمې شي. ما دلس تنو ژمنه کړې او دغه لس تنه به زه د خپلې کورنۍ له ادرسه لوستي کوم.))


د ننګرهار د ويښ ځوانانو ټولنې مشر حاجی عزیز خوږياڼی وايي چې دوی به د خپلې تولنې له اړخه سل تنه د لیک لوست جوګه کړي:

(( موږ په ننګرهار کې د ويښ ځوانانو ټولنې پینځه ویشت څانګې لرو او د دې څانګو پر مټ به سل تنو ته په يوه کال کې تعليم زده کوو.))

سره له دې چې په افغانستان کې د بېسوادۍ کره شمېره نه ده معلومه خو اټکل کېږي چې شپږ شپېته سلنه وګړي د لیک لوست له نعمته بې برخې دي او دا شمېره د هېواد په لرې پرتو سيمو کې تر دې هم لوړه ده. په تيرو کلونو کې د ملګرو ملتونو د سروی ګانو په اساس په کليوالو سيمو کې ۹۰ سلنه ښځینه او ۶۳ سلنه نارینه نالوستي دي.

XS
SM
MD
LG