د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نوي کال جشنونه


د سېشنبې پر ورځ د خوست ګڼ خلک، ځوانان، ماشومان، نجونې او میرمنې ډلې ،ډلې د خوست مشهورو زیارتونو لکه کوکرک ابا، متون بابا، د تڼیو ادممد، وضو ګل ابا او همدارنګه یو شمیر میله ځایونو، د پروژې باغ غونډیو، د غرونو لمنو.میلمه کوټ او فارم باغونو ته ولاړل او د نوي کال لمانځنه يې وکړه.

دوی مشال راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د خوست ډاډمن امنیت ته په کتو پدې ځای کې د خلکو لپاره مناسب میله ځایونه جوړ شي او د شته میله ځایونو بیارغونې او پاکوالي ته دې پاملرنه وشي.

د خوست ښار سویل ختیځ لوري کې فارم باغ هم د یاد ولایت د هغو میله ځایونو څخه وو، چې د ځوانانو ګڼې ډلې د نوي کال د میلو لپاره په کې راټولې شوې وې.

دوه تنه خوستيو ځوانانو هر یو ننګیالي او دوست محمد د نوي کال د رارسیدو احساسات او غوښتنې راسره پدې توګه شریکې کړې:

"ډېر خوښ یم چې سږ د ۱۳۹۶ یم کال اوله ورځ په خیر او برکت سره پیلوو، دې ته هم خوشاله یو، چې خپلې خوښۍ د سولې په فضاء کې لمانځو، له دولت مو غوښتنه داده چې تفریحي ځایونه جوړ کړي، تر څو خلک په کې په ډاډمنه توګه تفریح او میلې وکړي.

۲- موږ دلته د نوروز د لمانځنې لپاره راغلي یو، د نورو کلونو په توپیر سره چې سږ خلک ډېر راغلي دي، له حکومت نه مو غوښتنه داده چې د تفریح لپاره ځایونه جوړ کړي، میلې ځایونه شته خو ډیری يې لیرې دي، د امنیت له نګاه څخه ورته خلک رسیده ګي نشي کولای."

په خوست کې د نوي کال د میلو لپاره ځنو کورنیو او ځوانانو میله ځایونو ته د پخلي لپاره ځانونو سره خوراکي توکي، تازه میوې او نور شیان هم وړي ول.

یو شمېر خلک د خوراکونو په برابرولو لګیا ول، او ځنو بیا د موسیقۍ ډلو او د ګاډو لوډسپیکرو ته اتڼونه کول او خوښۍ يې څرګندولې.

دوه تنه خوستیو ځوانانو په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان حکومت میله ځایونو ته لازمه توجه نده کړې او ډېری حکومتي باغونه تر اوسه هم په هغه خراب او زیانمن حالت کې پاتې شوي دي.

دوی زیاتوي:

"زه محمداسحق د نوي کال د لمانځنې لپاره دلته راغلي یو، موږ پدې خوشاله یو چې نوی کال دلته لمانځو، که تاسو وګورئ دلته هر چا ځان سره خپل توکي راوړي، پخلی کوي او نوی کال لمانځي.

۲-زه محمدیوسف منګل د نوروز د لمانځنې لپاره د فارم باغ ته راغلي یو، خو دا ساحه مو چې ولیده ډېره مو خوښه شوه، خو افسوس دا چې دا باغونه، اوبه او ویالې دې ټولو ته هېڅ خدمت ندی شوی، باید جوړول يې په نظر کې ونیول شي."

د نظر خاوند یوسف انتظار وايي، چې په افغانستان کې د نوي کال د اولې ورځې نمانځنه د یو کلتوري ارزښت په توګه پاتې شوي او خلک يې له پخوا نه په برم او پرتم لمانځي.

په خوست کې داسې مهال سیمه وال په دې ولایت کې په سوله ییز فضا کې د نوي کال لمانځنې ته خوشاله دي، چې د دغې ورځې تر ټولو ستر مراسم د بلخ ولایت د مزارشریف د سخي صیب په زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره ترسره شول،په یادو مراسمو کې د یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو سربېره د نورو هېوادونو ځنو استازو هم په کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG