د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل: که افغان کډوال وشمېرل شو نو د سرشمېرنې پایلې به ونه منو


سردار اختر مېنګل
سردار اختر مېنګل

د بلوچستان د حکومت ویاند انوارالحق کاکړ وویل ، د بلوڅ ملت پالو دا اندېښنه بې ځایه ده چې په صوبه کې مېشت افغان کډوال به د ځايي خلکو په توګه وشمېرل شي.

پراګ: د نور پاکستان غوندې په بلوچستان کې هم د سر شمېرنې لومړی پړاو روان دی. خو بلوڅ ملتپال ګوندونه په دې اړه اندېښنې لري.

دوی وايي ، په صوبه کې روان حالات د سر شمېرنې لپاره مناسب نه دي او د پاکستان مرکزي حکومت د دوی پر اندېښنو سربېره په صوبه کې د سر شمېرنې بهیر پیل کړی دی.

دوي وايي ، یوازې د امنیت نیشوالی نه دی بلکې دوی په اوسنیو حالاتو کې درې مهمې اندېښنې لري.

د صوبې پخواني وزیراعلی او د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل مشال راډیو ته وویل ، یوه اندېښنه دا ده چې د صوبې له یو شمېر بلوڅ مېشتو سیمو خلک بې کوره دي ، دویمه دا چې په یو شمېر ضلعو کې د امنیت مسله ده او دریمه دا ده چې په صوبه کې مېشت افغان کډوال به هم ثبت کړل شي.

سردار اختر مینګل وویل ، که له دوی سره شوې ژمنې پوره نه کړل شوې نو د دې امکان شته چې دوی د سرشمېرنې نتیجې ونه مني.

سردار اختر مېنګل وویل ، که د های کورټ له پرېکړې سره سم افغان کډوال ونه شمارل شو او له بلوڅ مېشتو سیمو بې کوره شوي خلک په کور شمېرنه او سرشمېرنه کې شامل کړل شو نو بیا اعتراض نه لرو.

خو د هغه په وینا ، که چېري دوی په دې اړه شکمن شو چې افغان کډوال هم شمېرل کېږي او بې کوره شوي بلوڅان نه شمارل کېږي نو به په هیڅ صورت د دې سرشمېرنې نتیجې ونه مني.

د صوبې په اتحادي حکومت کې د شریک نشنل ګوند مخکښ ډاکټر اسحاق بلوڅ هم سردار اختر مینګل ته ورته اندېښنې څرګند کړې.

ډاکټر اسحاق بلوڅ وویل ، د سر شمېرنې د ادارې چارواکو په خپله ویلي چې شاوخوا یوولس ضلعو ته به د سرشمېرنې لپاره کارکوونکي ډېر په ګرانه ځي.

ده وویل ، په ځینو سیمو لکه اواران ، کېچ او داسې نورو سیمو کې وار له مخه په سرشمېرنه کې برخه اخیستونکي استاذان تښتول شوي دي.

ډاکټر اسحاق بلوڅ وویل ،هغوی به څنګه لاړ شي چې د ژوند له خطر سره مخامخ وي او پوره امنیت نه وي ورکړل شوی.

د بلوچستان د حکومت ویاند انوارالحق کاکړ مشال راډیو ته وویل ، بې کوره شوي خلک چې هر ځای وي خو په سرشمېرنه کې به شامل وي.

انوار الحق کاکړ وویل ، د بلوڅ ملت پالو دا اندېښنه بې ځایه ده چې په صوبه کې مېشت افغان کډوال به د ځايي خلکو په توګه وشمېرل شي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د افغان کډوال په ګډون د ټولو بهرنیو لپاره یو ځانګړې کړنلاره جوړه کړې ده چې له مخې د هغوی شمېر هم مالوم کړل شي.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د کور شمېرنې او سرشمېرنې په وړاندې په څرګنده څه ستونزه نشته خو په یو شمېر بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي اندېښنې موجودې دي.

له پاکستانه بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو وار له مخه ویلي چې دوی به په بلوچستان کې د کور او سرشمېرنې بهیر ته اجازه ورنکړي.

سردار اختر مېنګل او ډاکټر اسحاق بلوڅ دواړو دا خبره ومنله چې په یو شمېر بلوڅ مېشتو سیمو کې د یادو ډلو له خوا د امنیت په وړاندې ګواښونه شته.

خو د بلوچستان حکومتي ویاند انوارالحق کاکړ وویل ، امنیتي ادارې خپلې زمه وارۍ پوره کوي او د داسې خلکو پرضد به ګامونه اخلي څوک چې د کور او سرشمېرنې په بهیر کې خنډونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG