د لاسرسي ځای

بلوچستان کې ۷۰ فیصده ماشومان سکولونو ته نه ځي


د پاکستان تعليم وفاقي وزارت وايي چې دا وخت په پوره ملک کې دووه کروړو نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې پکې تر ټولو زيات په بلوچستان کې ۷۰ فيصده او په فاټا کې ۵۸ فيصده ماشومان د تعليم له ترلاسه کولو بې برخې دي.

د دې ټرڅنګ په سیند صوبه کې۵۵ په پنجاب کې۳۸ او په خېبر پښتونخوا کې 36 فيصده ماشومان سکولونو ته نه بیول کېږي.

د يادې ادارې رپورټ تر مخه د پنځو نه تر ۹ کالو عمر پورې ۵ میليونه زيات ماشومان سکولونو ته نه ځي۔ دغه شان له ۱۰ کلونو تر ۱۲ کلونو خواو شا ماشومانو شمېره ۶ میلیونه، له ۱۳ تر ۱۵ کلونو د عمر ماشومانو شمېره تر ۴ میليونه زياته او له ۱۵ تر ۱۶ کالو پورې ماشومانو شمېره له ۶ میلیونه زياته ده چې له تعلیمه محرومه دي.

د حکومتي رپورټ او له زدکړو محرومهشويو ماشومانو په اړه د تعليمي چارو کاره پوه عمر اورکزی وايي د حکومت لخوا هر کال په لکونو ماشومان سکولونو ته د رواستو دعوې کېږي خو بيا دا ماشومان تر پنځم جماعت رسېدو مخکې تعليم ولې پرېږدي په دې اړه هېڅ ګامونه نه پورته کېږي۔

د ده په وینا د تعليم په څانګه کې له غېر زمه وارۍ او غلطو منصوبه بندیو کار اخېستل کېږي۔

(( که په سکولونو کې موږ د ماشومانو داخله زياته هم کړو نو بل خوا د ماشومانو ډراپ آوټ شرح هم زياتېږي۔او وجې دا دي چې موږ سره په سکولونو کې سهولتونه نشته،بل تر سکولونو رسيدو مسله را مخې ته ده او بله دا چې موږ سره پا فاټا،خيبر پښتونخوا،بلوچستان کېپه سکولونو کې استازان هم کم دي۔نو دا ټولې مسلې دي او د دې حل دا دې چې تعليمي بجټ زيات کړل شي.))

د تعليم وزارت رپورټ تر مخه دا شان په مجموعي توګه پنځو نه تر ۹ کالو عمرپورې 44 فېصده ماشومان سکولونو نه بهر دي خو د ټولو نه مهمه خبره داچې په دې کې غټه شمېره د جينکو ده۔

د رپورټ تر لاندې ۲۲ اعشاريه ۶ میلیونه له سکولونو بهر ماشومانو کې ۱۲ اعشاريه ۱ میلیون نجونه ديچې شرح يې ۴۹ فيصدهجوړېږي۔ په بلوچستان کې تر ټولو زياتې ۷۸ فيصده او په فاټا کې ۷۴فیصده نجونه له تعليمه محرومه دي۔

ښځې چې د ملک ۲۵ فيصده برخه ده خو بيا هم د جينکو د تعليم شرح ولې کمه ده او ولې په دومر ګنړ شمېر جينکۍ د سکولونو نه بهر پاتې کېږي؟ په دې اړه د ښځو حقونو او د جينکو تعليم لپاره کار کونکې غېر سرکاري ادارې د"خويند کور"چارواکې نزهت امين وايې چې يو خوا د سخت دريزۍ له وجې په ملک کې د جينکو سکولونه خراب شو چې له وجې د دوي تعليم متاثره شوې او بل د حکومت غير سينجيده رويي او په قانون عمل نه کېدوله وجې په ملک کې د جينکو د تعليم شرح کمه ده ۔

((جينکو د تعليم لپاره سکولونه ډېر کم دي او چې کوم دي هم نو تر هغې د جينکو رسېدل ګران دي نو څوک دومره لرې ماشومان او بيا جينکۍ لېږلې شي نو يو خو دا وجه ده بله دا چې کوم سکولونه په ترهه ګرۍ او عملياتو کې وران شول هغه بيا نه دي ودان شوي هم هغه شان پراته دي۔زه خو وايم چې کله زموږ په صوبو کې آرټيکل ۲۵ اے يعني وړيا اودلازمي تعليم قانون نافذه کړې شي نو دا ټولې مسلې به حل شي.))

د تعليم وفاقي وزارت په خپل رپورټ کې دا هم ويلي چې په ملک کې اوس هم ګنړ شمېر سکولونه بنيادي سهولتونه نه لري۔

سرکاري پرايمري (اول جماعت نه پنځم) های(له شپږمه تر لسمه) او هاير سيکنډري (له شپږمه تر دولسم) ۴۰ فيصده سکولونو کې بجلي نشته، په ۲۹ فيصده سکولونو کې صفا د څکلو اوبه او ۲۸ فېصده کې تشناب نشته۔

رپورټ تر مخه په ملک کې ۲۵ فيصده اسکولونه چار ديوالي ،او ۷ فيصده سکولونه هېڅ يو عمارت نه لري او چې کوم سکولونه عمارتونه لري په هغو کې ۴۷ فېصده عمارتونو حالت د تسلۍ وړ نه دې۔

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG