د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذکریا: نېټه نه ښییم خو پولې به ژر خلاصې شي


د زیارت په ورځ د خارجه دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې ته د یو سوال په جواب کې ووېل چې د چارشنبې په ماښام لندن کې د وزیراعظم مشیر سرتاج عزیز د افغانستان د قامي سلامتیا مشیر حنیف اتمر سره په ملاقات کې دواړو مشرانو پر دوه اړخیز معاملو په خاصه توګه د پولو سمبالښت او د پولې بلې غاړې ته د ترهګرې په اړه خبرې کړې چې له کبله یې په دې ورستیو کې [زموږ] لوی شمېر خلکو ته ځاني زیان رسېدلی دی.

په خپلو خبرو کې نفیس زکریا زیاته کړه چې د پولو خلاصولو په اړه نېټه نشي په ډاګه کولی خو پاکستان د پولې انتظام لپاره اقدامات اوچتوي او ډېر زر به پولې د عام ولس او کاروبار لپاره پرانستل شي.

په وړمه ورځ پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پر خپل ټویټر کښلی ول چې د افغانستان قامي سلامتیا مشیر حنیف اتمر به په لندن کې د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز او د برتانیا قامي سلامتیا مشیر لایل ګرانټ سره وویني.

دې لړ کې د سیمه ایزو چارو کار پوه او خبریال طاهر خان وایې چې دا ملاقات یو ښه پرمختګ دی او دا به د نورو هغو لپاره لار جوړوي.

"کله چې دواړه غاړې یو بل سره کېني او په ماضی کې چې کله دغه رنګې لانجې مخې ته راغلې دي د هغې څه نه څه حل هم راوتی دی او بیا په څه نه څه شیانو اتفاق هم شوی دی نو د نورو ملاقاتونو لپاره به امکان وي ځکه چې په یو ملاقات کې مسلې نه هوارېږي او نورو خبرو ته به ضرورت وي. بله خبره دا ده چې ځیني خبرې یا شیان داسي وي په څه چې د خپلو حکومتونو سره به ورته د مشورو ضرورت وي نو دا ملاقاتونه پکار دي ځکه چې د دواړو ملکونو ترمېنځه مسلې ډېرې زیاتې دي."

د دواړو ملکونو د اعلی چارواکو ترمېنځه دا ملاقات په داسي وخت کې شوې چې په پاکستان کې تېره میاشت لاهور او سېوڼ شریف کې پرله پسې بریدونو ورستیو د دواړو ملکونو ترمېنځه کړکېچ رامخته شوی دی.

له همدغه بریدونو پس پاکستان له افغانستان سره د تورخم او د چمن پولې هم تړلې چې په دا ورستیو کې صرف د دوو ورځو لپاره خلاصې کړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG