د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا معپ د سرشمېرنې په اړه د اګاهۍ کمپاين چلوي


په پاکستان کې شپږمه سرشمېرنه د چارشنبې له ورځې پیلېږي چې لپاره يې د حکومتي چارواکیو په وينا ټول انتظامات سر ته رسېدلي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيند څانګې مشرانو هم ويلي چې دوی به په ولس کې د سرشمېرنې په اړه د خبرتيا يا اګاهۍ خورولو لپاره خصوصي کمپاين چلوي په کوم کې چې به دوی د جوماتونو امامانو ته خطونه لېږي او ورسره به په ګاډو کې د لاوډسپيکر د لارې اعلانونه هم کوي چې په کراچۍ کې مېشت پښتانه په سرشمېرنه کې خپل اندراج وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سيند څانګې مشر نذيرجان خان مشال رېډيو ته وويل چې دوی له وړاندې د جوماتونو امامانو په نوم يو خط ليکلی او استولی دی په کوم کې چې د دوی نه دا خواست شوی چې د جمعې په خطبه کې د سرشمېرنې پر ارزښت رڼا واچوي او ولس پرې خبر کړي.

د نوموړي په وينا چې دوی به په هره ضلع کې د لاوډسپيکر د لارې هم د خلکو د خبرتيا لپاره کمپاين چلوي.

په دې ورستيو کې په کراچۍ کې د سرشمېرنې په اړه متحده قامي مومنټ له خوا د اندېښنو څرګندونه شوې وه او په قامي اسمبلۍ کې يې غړیو ويلي ول چې کليوالې سيمې تر ښاري سيمو زيات ښودلو هڅې کېږي خو حکومتي چارواکیو دا ادعاوې رد کړي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د نوم نه اخېستلو پرته ويلي چې په تېرو وختونو کې ځينو ګوندونو په کراچۍ کې د خپلې خوښې کورونه او ابادۍ ښودلي دي چې له کبله يې ډېرې سيمې د پسماندګۍ او د اسانتياو د نيشتوالي ښکار شوي دي.

نذير جان خان زياتوي، ګوند یې هيله مند دی چې تر سرشمېرنې وروستو به په سمه توګه حلقه بندۍ وشي او داسې به هر چا ته د خپلو نمايندګانو د ټاکلو حق هم په سمه توګه ترلاسه شي.

په پاکستان کې له ۱۹۹۸مه ۱۹ کاله وروستو اوس په ۲۰۱۷م کې سرشمېرنه کېږي او د اتوار په ورځ د اطلاعاتو وزيرمملکت سره د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور خبري غونډې ته ويلي وو چې د سرشمېرنې وړومبی پړاو به له ۱۵م مارچه تر ۱۵م اپرېله سر ته ورسي او په مجموعي توګه به د سرشمېرنې عمل تر ۲۵م مې روان وي.

XS
SM
MD
LG