د لاسرسي ځای

سيد اکبر اغا: د افغانستان شخړه به په خبرو هواروو


د افغانستان خلاصون لارې شورا په نوښت دغه غونډه د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوتل کې جوړه شوې وه چې د دغه ولایت پر دیني عالمانو سربېره ورته له بېلابېلو ولسواليو قومي مشران او مدني فعالان رابلل شوي وو.



په ختيځو ولایتونو کې د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر مولوي شمال خان عثماني، د غونډې د اهدافو په اړه خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

"جناب سیداکبر اغا په ټول افغانستان کې د دې لپاره ګرځي چې د افغانستان د ملت لپاره د نجات یولار پیدا کړي. په همدې سلسله کې نن ننګرهار ته راغلی، چې د خلکو نه مشوره وغواړي او د دوی نظریات واوري چې ورسره موافق دي او که نه، تاسو ولیدل چې دیني عالمان او قومي مشران ورسره موافق او ملاتړي دي."

په کابل کې د افغانستان د خلاصون لار د شورا مشر مولوي عبدالوود صدیقي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان دیني عالمان او ولس په ګډه سره کولای شي چې هېواد له بحراني حالت څخه راوباسي.

"ټولو وسله والو ته خواست کوو چې جنګ بس کړئ، ملت غرق شو، ملت تباه شوو. افغانان باید پخپله تصمیم ونیسي او په راز کې يې دیني عالمان او سپين ږيري وي."

مدني فعال محمد انور سلطاني په خپلو خبرو کې په جنګ کې په ښکیلو ډلو غږ وکړ چې پردي جنګونو باندې دې افغان ملت نه تباه کوي.

"دلته د هندوستان او پاکستان جګړه ده. دلته د روس او امريکې جګړه ده، دلته د ایران او سعودي جګړه ده او زموږ د بې سوادۍ نه او زموږ د غریبۍ نه سو استفاده کوي، زه د دې ستيج له لارې نه، په وسله والو، د افغانستان په دولت باندې او نړیوالې ټولنې باندې غږ کوم چې د افغانستان خلک دې نور ارامۍ ته پرېږدي، چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي."

د خلاصون د لارې د شورا مشر سيد اکبر اغا وايي، له افغان دولت او په قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره يې خبرې کړي، دواړه لورو د ولس پرېکړو سره همغږي ښودلې ده.

"په اوسني وخت کې مو له طالبانو سره هم خبرې کړي، البته هغه پريکړه چې له اسلام سره مغایرت ونه ولري، هغوی دې ته حاضر دي، په حکومت کې هم داسې خلک نشته چې د ملت د پريکړو مخالفت وکړي او کومې هڅې چې موږ په تېر کړي،هغه دباندې راوباسو او نور د افغانستان مشکل حل کړو."

دی وايي چې له ولسونو سره غونډې يې په زنځیري ډول پيل کړي چې لومړۍ هغه يې په ننګرهار کې تر سره کړه او د يوې میاشتې په دوران کې به د افغانستان د زونونو په کچه د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره غونډې ولري او په اخره کې به د ټول افغانستان په کچه د ديني عالمانو او قومي مشرانو غونډه په مرکز کابل کې جوړوي چې له هغې غونډې څخه به يوه بله شورا جوړوي چې د دولت او وسله والو طالبانو سره به د روغې جوړې په اړه غونډې او مذاکرې تر هغې دوام ولري، څو پورې چې يې افغانستان له دې بحراني حالت څخه نه راویستی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG