د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ښځو له صلاحیتونو ګټه نه اخېستل کېږي'


نن په اسلام اباد کې د دوولس هېوادونو پارلېمانونو ښځینه غړیو په ټولنیز انصاف او د جمهوریت په استحکام کې د کردار د موضوع په اړه درې ورځنی کانفرنس شروع شوی.

د دې کانفرنس انتظام د پاکستان په پارلېمان کې د ښځو حقونو لپاره جوړ کړل شوې ادارې کوکس کړی دی.

د پاکستان پارلېمان مطبوعاتو څانګې ترمخه په دې کانفرنس کې د پاکستان ترڅنګ سريلنکا، میانمار، مالديپ، ایران، عراق، ترکي، اردن، رومانیا، اسټرالیا، کرغيزستان، نيپال او د انډونیشیا پارلېمانونو ښځينه غړیو ګډون کړی دی.

دې کانفرنس ته د ویناپروخت د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وینا وه چې د ملک ودې ، امن او اقتصادي استحکام لپاره د ښځو کردار اهم ګرځول شوی.

د ده په وینا چې د ښځو په برخه د لویو بریاو باوجود د ټولو ملکونو په پارلېمانو کې ښځې درویشت فیصده دي، اته فیصده د امن او مصلحت لپاره کار کوي او صرف اتویشت فیصده یې د ملکونو مشرانې یا د حکومت مشرانې دي.

ده دا هم وویل ښځې چې د ابادۍ تر نیمایي برخې زیاتې دي خو له صلاحیتونو یې ګټه نه ترلاسه کېږي ځکه چې ستونزې دي.

"د دې ګټه ور پلېټ فارم له وجې د پاکستان پارلېمان په دې وروستیو کې په متفقه توګه د جنسي تېري د مخنیوي بل او د ناموس په نوم د وژنې بل منظور کړی. دا دوه بلونه د ښځو د هغه شا خوا څلرویشت مخصوصې قانون سازې نه علاوه دي کومې چې په تېرو لسو کالو کې شوي دي. په پارلېمان کې د ښځینه غړو د داسې ګډون د دې نقطه نظر عکاسي کوي چې زموږ د پارلېمان ښځینه غړي تر دې زیات کردار ادا کولو ته تیارې دي. او زه دا په پټو سترګو وایم چې دوی ډېر ښه کار کوي."

په دې موقع د پاکستان د وزیراعظم لور مریم نوازشریف کانفرنس ته خپلې ویناکې ووېل چې د پاکستان د ښځو د حقونو لپاره جوړې کړې شوې پارلیماني ادارې کوکس ښځې بااختیاره جوړولو کې مهم رول لوبولې دې.

مریم نواز شریف په ویناچې حکومت یې ټولو ته خپل جایز مقام ورکولو لپاره ژمن دې.

"نن زه ستاسو وړاندې د لکونو ښځو د خوبونو او ارمانونو د پېغام رسونکې په توګه ولاړه یم. زموږ حکومت ته د دې ښځو فکرونه په ډاګه دي او پرعزمه یو چې دې ته د حقیقت شکل ورکړو ځکه چې د حکومت مقصد دا دې چې څنګه یوه مور د خپلې بچي خیال ساتي هم داسي د خپل اولس خیال وساتي. په یو څه تاسو پوهداې شي او د هاغه څه دې چې یوه ښځه پرې پوهېداې شي."

د ښځینه پارلیماني غړو دا غونډه به تر چارشنبې روانه وي او په دې کې به يو پرامنه جمهوري ټولنې لپاره ترهګرې سره مقابلې، د تعصب د مخنیوي او د یوې تعلیم یافته ټولنې لپاره ناپوهې سره مقابلې غوندې موضوعاتو باندې بحثونه کیږي.

XS
SM
MD
LG