د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ښار کې چاودنې يوه مېرمن وژلې

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن مشال راډیو ته وويل چې لومړي معلومات ښئ چې يوه مېرمن وژل شوې او اته کسان ټپيان شوي دي.

د تایمني سیمه د کابل له نوي ښار سره نېږدې ده او د ګڼې ګوڼې سیمه ده.

فرانس پريس خبري اژانس رپورټ ورکړی چې د چاودنې هدف يو بس وو. دې اژانس د کابل يوليسو ویاند له خولې ويلي چې دوی د پېښې په اړه پلټنې کوي او کيدای شي د مړو او ژوبلو شمېر زيات شي.

د تېرې چارشنبې یا شورو پر ورځ د کابل پر سردار داود خان روغتون په وسله وال برید کې ۴۹ کسان وژل شوي ول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG