د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د متون لوی پل جوړ شو


دغه پل چې ۱۲۰ میتره اوږدوالی او نهه نیم میتره پلنوالی لري، د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د خوست متون پل، د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت له پرمختايي بودجې څخه د څه باندې ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د متون د درش کلي دغه پل د متون د یو شمېر کلیو سربیره د یاد ولایت ځاځي میدان، صبري، تریزي او باک ولسوالۍ هم د ښار سره نښلوي.

د خوست ټولګټو چارو رييس انجینر مامورشاه د پل د پرانیستې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې دا د خوست په کچه اتم پل دی، چې د کیفیت او تخنیکي پلوه تر نورو په ښه معیار جوړ شوی دی.

انجینر مامورشاه زیاتوي:

"دغه پل تقریباً د یو کال په موده کې تکمیل شو، د دې بودجه ۹۵ میلیونه درې لکه اتیا زره افغانۍ وه، دا پل ۱۲۰ متره اوږدوالۍ او نهه نیم څلوېښت سانتی عرض لري، دا پل ډېر با کیفیته جوړ شوی دی، دا د وزارت فواید عامې له فنډ جوړ شوی او لوی اهمیت يې پدې کې دی، چې میخي پايې تهدابونه لري، زموږ دا دویم پل دی، چې په خیمي تهدابونو جوړ شوي دي، اول د علي شیر پل دی او دویم هم همدا د متون درش کلي پل دی.''

د متون د سیمې یو تن قومي مشر حاجي شریف الله وايي، چې د درش کلي پل ځکه با ارزښته دی، چې څلور ولسوالۍ د خوست ښار نښلوي.

حاجي شریف الله وايي:

"دا نه یوازې زموږ د متون لپاره بلکې د ځاځي میدان، صبریو، باک، علي شیرو خلک هم پدې لاره تګ او راتګ کوي، ډېر زبردست پل دی، که څه هم نور پلونه هم جوړ شوي خو د ټولو نه د دې قیمت او ارزښت زیات دی."

د یادې سیمې یو بل تن مشر هم د پل جوړیدو ته خوشاله دی او وايي، چې پدې سره د دوی ډېرې ستونزې راکمې شوې:

"حاجي نورګل د متون د مجاني کلي مشر، ما سره یو مریض وو، زنانه وو، په خوړ کې رانه بند شو او متاسفانه هغه زنانه پدې خوړ کې په حق ورسیده، نو دې پل موږ ته ژوند را وباخښه، کچیرې دا سړک د کوز سړک سره وصل شي، نو دا به ډېر ښه وي."

بلخوا خوست والي حکم خان حبیبي وايي، چې د نوي لمریز کال لپاره د دیګانو او مردي خېلو د دوه نورو پلونو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوي او عملي کارونه به يې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لس کاله وړاندې د خوست لپاره په ملي سټراتيژیک پلان کې دیارلس لوی پلونه پلان شوي ول، چې تر اوسه اته پلونه جوړ شوي او پنځه نور به په راتلونکو کلونو کې جوړ شي.

چارواکي وايي، چې په نوي کال کې به د غلنګ، هارونخېلو او بدي خېلو د پلونو کارونه هم د تدارکاتو مراحلو ته داخل شي.

XS
SM
MD
LG