د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل د توغندیو بریدونو پر سر اسلام اباد ته شکایت کړی


کابل - د افغانستان حکومت د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت ته رسمي شکایت کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېیر دې وزارت ته وربلل شوی وو. د خبرپاڼې په حواله، د پاکستان ناظم الامور یا شارژدافېیر ته پر هغو مواردو چې د افغانستان حکومت یې جدي اندېښنه لري، معلومات ورکړل شوي او د حکومت رسمي شکایت ورته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د پاکستان له لوري د کونړ پر سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو راکټي حملې روانې دي او افغان لوري يې په مکرر ډول د بندېدلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان حکومت کونړ کې د ډېورند کرښې پر امتداد د پاکستان د پوځي هیليکاپټرو د پروازونو پر دوام اندېښنه ښودلې.

د خبرپاڼې په حواله، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او له پاکستانه د کډوالو په زور ایستلو پر مهال د هغوی ځورونه هم هغه مسایل ول چې د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافېیر سره خبرې ورباندې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس، موسا عارفي پر دې مواردو د خپل حکومت ((شدیده اندېښه)) په کابل کې د پاکستان سفارت له ناظم الامور سره شریکه کړه او غوښتنه‌یې وکړه چې د ستونزو د حل هڅې وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر له دې امله خواشیني څرګنده کړې او ژمنه ‌یې کړې چې د افغان لوري شکایت به له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړي.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم نور جزییات نه ‎دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG