د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ښځو لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو


په جلال اباد کې د ښځو د لاسي ګڼدلو درې ورځنی نندارتون د پنجشنبې په ورځ پرانستل شو. په دغه نندارتون کې بېلابېلو ښځينه ټولنو خپل مصنوعات نندارې ته وړاندې کړي و چې د ننداره کوونکو د پام وړ وګرځيدل.



د ښځو د لاسي صنعت دغه درې ورځنی نندارتون د ننګرهار کليو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په هلو ځلو جوړ شوی دی. د دغه ریاست مشر انجینر صفت الله شرفمل وايي چې د نندارتون له جوړيدو يې هدف دا دی چې د ښځو لاسي صنایعې او کاروباري پرمختک خلکو ته وښيي.

"دغه نندارتون د مارچ د اتمې په مناسبت جوړ شوی دی. د دریو ورځو لپاره به وي، هدف يې دا دی چې زموږ خویندې چې په ولسواليو کې د لاسي صنعت د پرمختیا لپاره کار کوي، هغه خلکو ته وښيوو."


د نندارتون پرانسته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې پټې په پرې کولو سره وکړه. نوموړي د نندارتون په ليدو خوښي کړه ويې ويل:

"هغه تولیدات چې ښځې يې توليدوي، دا د دوی د استعدادونو ثمره ده. دې کې شک نشته چې په دې کې ډېر ښکلي اجناس چې د ښځو په لاسونو اوبدل شوي، دلته شته. دا د دې ښکارندوی ده چې ښځې تر نارینه وو د ژوند په يوه ډګر کې هم کموالی نه لري."

دغې نندارتون کې د لاسي صنایعو بېلابېلو ښځينه ټولنو او موسسو د خپلو کارونو نمونې نندارې ته ايښې وې.په ننګرهار کې ښځه د ښځې لپاره د نړيوالې ټولنې د لاسي ګنډلو ډول ډول توکي نندارې ته وړاندې کړي وو. د دغې ټولنې استازې بسمينه شېرزاد وايي چې دوی د جلال اباد ښار په ګډون په څو ولسواليو کې تر پينځلس سوه پورې ښځینه وو ته د لاسي ګنډلو زده کړه ورکوي.

"له موږ سره تر یو نیم زر پورې ښځې دي چې په کامه، بهسود او سرخرود ولسواليو کې په خپلو کورونو کې کار کوي او په جلال اباد کې هم د لاسي ګنډلو مرکز لرو. دوی ته موږ د میاشتې لس ډالر ورکوو چې له همغې نه بیا دوی پس انداز ګروپونه جوړوي، کله چې يې زده کړه پای ته ورسېږي، دوی په دې توانېدلي وي چې یو وړوکي تجارت پرې شروع کړي."


په لسګونو ښځو او سړیو د دغه نندارتون نندارې ته ورغلي ول، پر دې مهال د جلال اباد يوې نجلۍ ښکلا تبسم له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته هیله وکړه چې د ښځو لاسي صنایعو ته وده ورکړي چې هغوی هم په ټولنه کې د پرمختګ جوګه شي.

یاده دې وي چې په ننګرهار کې تر درې زره پورې ميرمنې په لاسي صنعت کې په کار بوختي دي چې پر قالین جوړولو سربېره په کې ډول ډول لباسونه په مهره دوزۍ او ګلدوزۍ ښکلي کوي.

XS
SM
MD
LG