د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسدالله ضمیر:د کورني اقتصاد اوکرنې د پیاوړتیا لپاره نوې برنامې لرو


د افغانستان د کرنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر
د افغانستان د کرنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر

د افغانستان د کرنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر وايي، چې په نوي لمریز کال کې په خوست کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د پیدا کولو په خاطر د چرګانو د ساتلو او وړو باغچو د جوړولوبرنامې لري.

نوموړی چې په خوست کې د میلمه کوټ د تاریخي باغ د څلور دیوالی د جوړولو، د بڼ د رغول شوې ودانۍ او همدارنګه د کرنې او مالداری په برخو کې د ګڼو نورو بشپړو شویو پروژو د پرانیستې لپاره خوست ته راغلی، ننپنجشنبه يې مشال راډیو ته وویل، چې په نوي کال کې بزګرانو لپاره د باغداری د نویو طریقو د دولو پلان هم لري.

اسدالله ضمیر زیاتوي:

((سږ کال به زموږ توجه خویندو لوري ته هم وي، چې پنځه سوه قطعې کورني چرګان به دوی ته وېشو، پنځه سوه کورنیو ته به باغچې جوړوو، همداشان نورو باغچو ته توجه کوو، د ریاست د مختلفو تعمیرونو بیارغونه هم په پام کې لرو.))

د افغانستان د کرنې وزیر زیاتوي، غواړي د هغو کرنیزو پروژو د کارونو له څرنګوالي کتنه وکړي، چې تېر کال يې کارونه پیل شوي او تر اوسه يې چارې بشپړې نه دي.

((تېر کال مو ژمنه کړې وه چې د میلمه کوټ احاطه او وداني به له سره رغوو، یو د هغې افتتاح وه، په عین وخت کې مو د ۱۳۹۶ یم لمریز کال پلانونه مو هم د خلکو سره شریکولو، چې په هغه کې به خلکو ته د باغداری نوې طریقې خلکو ته ښیو، د مالداری په برخه کې یو نیم کار چې پاتې وو هغه به بشپړوو.))

د خوست د کرنې او مالداری رييس سمیع الله نصرت په خپلو خبرو کې د کرنې وزیر ته وړاندیز وکړ، چې د میلمه کوټ بڼ په هغه سیمه کې چې نیالګي او ونې يې پخوا وهل شوي اوځای يې تش پاتې شوی، د کرنیز پیداوار لپاره په کې د زراعتي تحقیقاتو مرکز جوړ شي.

بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي وايي، چې د کورني اقتصاد او کرنې د پیاوړتیا په برخه کې د اسدالله ضمیر د ژمنو پلي کېدنه به پدې ولایت کې یو شمېر خوستیو ته کاري زمینې برابرې کړي.

حکم خان حبیبي وايي:

((خوست د ښه اقلیم او اب و هوا د درلودلو له امله د کرنې د پیاوړتیا د پاره ځانګړي او ښه شرایط لري، امیدواره یو چې د دغو برنامو او پروژو په تطبیق سره به ښه نووښت رامنځته شي، ولې د جناب وزیر صیب څخه مو هیله داده چې دا پروګرامونه بسنه نه کوي، پدې برخه کې دې لا زیاته توجه وکړي.))

خوست والي په یاد ولایت کې کرنیزو فرصتونو ته په کتو د کرنې وزیر ته وړاندیز وکړ، چې د بندونو او سربندونو رغولو او جوړولو ته خپله توجه ډېره کړي.

دده په وینا که څه هم تېر کال د اوبو دوه بندونه جوړ شول، چې زرګونو جریبه ځمکه ورڅخه خړوبیږي او په نوي کال کې هم د ورته بندونو او سربندونو د جوړولو پلان شته، خو د خوست کرنیز مساعد اقلیم په پرتله دا هر څه کم دی او باید پدې برخه کې ډېر کار وشي.

XS
SM
MD
LG