د تورخم او سپینبولدک له لارې په تېرو دوو ورځو کې نېږدې ۳۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د افغانستان ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال حسینخېل مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۶ زره ۸۰۰ افغانان هېواد ته داخل شوي او له افغانستانه نېږدې زر تنه پاکستانیان د پولې بلې غاړې ته اوښتي دي.
حسېنخېل: پر تورخم شاوخوا ۱۶ زره افغانان خپل هېواد ته راغلي
ده وویل چې ټولو راغلو او تللو کسانو په قانوني اسنادو سفر کړی دی.
خو پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په قول وايي چې یوازې د تورخم له لارې په تېرو دوو ورځو کې ۲۴ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په همدې حال کې په سپینبولدک کې افغان کمیسار محمد علي داوري مشال راډیو ته وویل چې د سپینبولدک له لارې په تېرو دوو ورځو کې شااوخوا ۱۵ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان ته ډېری راستانه شوي افغانان وايي چې پاکستاني پولیسو ورڅخه پیسې او وسایل اخیستي او ګڼ شمېر افغانانیې نیولي دي.
دوی وايي چې لا هم له پاکستانه ډېر نور افغانان خپل هېواد ته د راتلو نیت لري.
خو څرګنده نهده چې پاکستان خپله پوله خپل هېواد ته د افغانانو د بېرته تګ لپاره بیا هم پرانیزي او که نه؟
د سې شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د سرحدي او ریاستي چارو مرکزي وزیر متقاعد جنرال عبدالقادر له قوله راپور ورکړی و چې له افغان چارواکو سره په دې خبرې کوي چې د دوو هېوادونو تر منځ سرحدي لارې دې دوه ورځې نورې هم پرانیستې وي.
لا هم د دوو هېوادونو تر منځ سوداګريزه راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعې خونې مسؤلان وايي چې له تجارتي باره ډکې سلګونه لارۍ د پولې دواړو خواوو په تېره بیا د پاکستان په خوا کې انتظار ولاړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر د ورځې ۴ میلیونه ډالره تاوان کوي.