د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په کلیوالو سيمو کې لا هم نجونې له تعليم محرومې دي


په ننګرهار کې د افغان ښځو شبکې د ښځو د نړیوالې ورځې اتم مارچ په مناسبت د دوشنبې یا ګل په ورځ يوه غونډه رابللې وه چې وینا والو په کې په ننګرهار کې د ښځو د اوسني وضعیت په اړه ویناوې واورلې.


د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت دا غونډه د ننګرهار پوهتنون د ښووني او روزنې پوهنځي د غونډو په تالار کې د افغان ښځو شبکې د دوشنبې په ورځ جوړه کړې وه چې وینا والو په کې د ښځو په وضعیت خبرې وکړې.

د افغان ښځو شبکې مشر خان اقا غرمل وايي، د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يې ځکه غونډه رابللې چې د خلکو پام په ننګرهار کې د ښځو په وړاندې پرتو ستونزو ته واړوي.

(( ګورو چې د ښځو په وړاندې ستونزې زیاتيږي او له مشکلاتو سره مخ دي. هغه حقوق چې اسلام سپېڅلي دین او یا مدني قوانينو ورکړي، هغه نه ورکول کيږي. نو په دې اساس موږ دغه پرتمينه غونډه جوړ کړې چې د خلکو پام د ښځو وضعيت ته راوړوو تر څو د هغو د حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې وکړي.))


د ننګرهار د ولایتي شورا وکيله حبیبه کاکړ وايي، سره له دې چې په جلال اباد ښار کې ښځې، تعليم او صحت ته لاسرسي لري خو زیاتوي چې په لرو پرتو ولسواليو کې بيا نجونې يوازې تر شپږم ټولګيو پورې زده کړې کوي.

(( په ليرو پرتو سيمو کې یا ښځينه استاذانې کمبود دي او یا بیخي نشته. نو په دې خاطر پلرونه خپلې لوڼې نه پرېږدي چې نارينه استادان ورته تدريس وکړي، بلاخره له شپږم ټولګي نه وروسته دوی په کورونو کيني.))



خو د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي مشره پوهانده ذاکره بابکرخيل وايي چې په لرو پرتو ولسواليو کې د بد امنيو له امله د ښځو تر څنګ نارینه هم له خپلو حقونو محروم دي.

(( د ښځو لپاره ډېر کار شوی دی، په اکثرو ادارو کې کار کوي، تعليم او صحت ته لاسرسی لري، شکایت دا دی چې په لرو پرتو سيمو کې ورته حقوق نه ورکول کيږي، زما نظر خو دا دی چې هلته نارینه وو ته هم خپل حقوق نه رسېږي، ځکه چې هلته جنګونه دي، نا امنۍ دي.))


د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشره انیسه عمراني وايي چې په تيرو کلونو کې ښخې په دې توانيدلي چې لوړو منصبونو ته ځانونه ورسوي خو زیاتوي چې لا هم د ښځو په وړاندې داسې ستونزې پرتې دي چې د زغملو نه دي.

(( موږ سفيرانې لرو، والیانې لرو، وزیرانې لرو، په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ولایتي شوراګانو کې وکيلانو لرو، په دولتي او غير دولتي ادارو کې تر يو حده له خپلو حقوقو نه بهره منې يو،خو په بعضې سیمو کې داسې ستونزې لرو چې موږ ته د زغم وړ نه دي. نارینه او ښځينه به په دغه لاره کې ګډه مبارزه کوي، له نظام سره به يو ځای وي، تر څو وکولای شوو يو پر امنه او مترقي افغانستان ولرو.))


دی وايي چې لا هم په ليرو پرتو ولسواليو کې نجونې د تعليم له حقه محروم پاتې دي، روغتيايي اسانتیاوو ته لاسری نه لري، په ماشومتوب، بدو او بدل کې ورکول کيږي او له تاوتريخوالي ډک ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG