د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېنظیره د خیبر پښتونخوا لومړۍ ښځه پېراګلایډره


د خېبر پښتونخوا پېښور بېنظیر اعوان چې له سلګونه میټره جګوالي څخه د راټوپکولو لوبه کې يې نه یوازې خپل نوم ګتلی بلکې د دغه صوبې یوازنۍ او لومړنۍ پېراګلایډره هم ګرځول شوې ده.

د مشال راډیو له خبریالې رفعت انجم سره په خبرو کې هغې وویل په ژوند کې یې تل غېر معمولي کارونه خوښېږي او هم دغه وجه ده چې په خپل شوق سره يې دغه لوبه خوښه کړه او خلکو ته يې وښودله چې نجونه هم د ژوند په هره څانګه کې تر سړو کمې نه دي۔

پوښتنه:دې پېراګلایډینګ ته مو څنګه مخه کړه او څنګه مو دې خوا ته فکر راغلو؟

جواب: داسې ده چې زما له ورکوټوالي دا شوق وو چې زه به په اېډونچر سپورټس کې برخه اخلم خو تاسو ته پته ده چې زموږ په ټولنه کې داسې ماحول دي، داسې موقعې دلته نه میلاوېږي خو د خیبر پښتونخوا سېلګرۍ ادارې په وړومبې ځل د پېراګلایډینګلوبې اعلان وکړو نو ماته زما يوې ملګرې د دې په اړه معلومات راکړل. ما خپلځان رجسټر کړو اود پېراګلايډینګ ډېر کامياب کوششونه مې وکړل۔ دا د دوو ورځو تربيتي کورس وو په وړومبې ورځ موږ ته يې هدايات راکول او موږ ته يې چل ښودلو چې څنګه به پېراګلایډینګکېږي موږ په مکمه توګه تربيت خو نه وو خو موږ يې د دې لوبې سره معارفي کړو او په دیېمه ورځ مې بيا پېراګلایډینګوکړو۔

پوښتنه:ښه په وړومبي ځل تاسو عملي پېراګلایډینګ کله کړی وو او د هغې تجربه څنګه وه؟

جواب: دا ما تير کال په نومبر کې کړې وو او دا زما ډېره ښه تجربه وه خلکو ډېره وستايلم۔ زه چې کله د دې لپاره تللې وم نو هلته له موږ سره نورې نجونه نه وې، ټول هلکان وو نو زما کورنۍ ته په دې اړه لږ تشويش وو چې هلته به څنګه ماحول وي خو چې زه ولاړم نو ما ته ښه ولګېدله او د هغه ځای ماحول ډېر ښه وو۔ بله دا چې ماته خلکو ويل چې دا ډېر خطرناکه لوبه ده تا ته څه نقصان رسېدلی شي خو زما په ځان باور وو چې زه دا کولی شم او و مې کړله۔

پوښتنه: څنګه درته لګېدله چې کله له دومره اوچت ځایه کوزه راتلې؟

جواب: زما په خيال په وړومبي ځل چې ما راټوپ کولو نو هغه نېږدې ۳۰۰ ميټره اوچتوالی وو خو زه ډېره پر سکونه ووم، پته نشته ولې! خو خلکو ماته ويل چې ته به ووېرېږي، څه او څه خو ما ځان په نفسياتي توګه تيار کړی وو او ما ترې ډېر خوند واخېستو ۔

پوښتنه:بېنظير که دا راته ووايې چې ستا په کور کې ستاسو تر ټولو غټ ملاتړی څوک دئ؟

جواب:زما مور زما ملاتړ کوي۔ زما مور په دې وېرېږي چې چېرته ماته نقصان ونه رسي خو هغه زما ملاتړ کوي او دا راته وايي چې څه دې هم خوښ وي نو په خپله مرضي یې کوه خو د خپلځان خيال هم ساته نو د مور مرسته او ملاتړ ډېره معنا لري۔

پوښتنه: تاسو ته ښکاري چې په راتلونکې وخت کې به د خېبر پښتونخوا ښځې دغه ډول لوبو ته مخه کړي؟

جواب: داسې ده چې په خېبر پښتونخوا ماحول کې اوس ډېر بدلون راغلې او نجونه موقعو ته ګوري خو زه به دا هم وايم چې سړیو ته پکار دي چې په خپلو کورونو کې ښځو او جينکو ته مرسته ورکړي ځکه چې يو محفوظه ماحول جينکو ته ورکړې شي نو هغوي به هله دا قسمه د ژوند څانګې ته راځي۔

پوښتنه:په نن ورځ به څه قسمه پېغام ورکول غواړئ؟

جواب: زه به دا وايم چې ښځې د ټولنې يوه ډيره مهمه برخه ده او ښځو ته خپل يو کرادار لوبول پکار دي او زه به دا هم وايم چې ښځو له د يو بل سره مرستې کول پکار دي ځکه چي کله ښځې د يو بل ملاتړ جوړي شي نو ډير څه کولې شي۔

پوښتنه: دې لوبې ته راتللو په لړ کې څومره خلکو ستاسو حوصله ماته کړې؟

جواب:څه خاص خو راله چا حوصله نه ده ماته کړې خو دا يې راته ضرور ويل چې دا يو خطرناکه لوبه ده او دا يو رسک کېدې شي نو هاغا زما د زړو ماتولو برابر وو خو پېراګلایډینګزما خواهش وو او ما پوره کړو۔

پوښتنه:دې لپاره څومره په ځان اعتماد پکار دی او څومره کلکه ارداه پکار ده؟

جواب: په اراده کولو ټول کارونه کېږي چې کله تاسو يو څيز لپاره ځان تيار کړئ او اراده وکړئ نو هله تر منزله رسېدلی شی.

پوښتنه:نن سبا نجونو ته تاسو څنګه ګورئ څه بدلون راغلی دی؟

جواب:او! زه اوس ګورم چې ډير بدلون راغلې او ښځې اوس د ژوند په هره څانګه کې په نظر راځي او زما په خيال د کور لخوا مرستې او ملاتړ ډېره معني لري او اوس زما مشاهده دا ده چې په هر کور کې جينۍ سپورټ کېږي۔

پوښتنه:تاسوه وېرېدئ نه چې کله تاسو پېراګلایډینګ ته راتلئ او دا هم درته معلومه وه چې زموږ په خېبر پښتونخوا کې د جينکو دا قسمه هلې ځلې نه خوښېږي؟

جواب: داسې ده چې کله ستاسو په شا ستاسو کورنۍ ولاړه وي نو بيا تاسو سره د خلکو پروا نه وي۔ موږ اول د خپلې کورنۍ په اړه سوچ کوو خو چې ستا کورنۍ ستا مرسته کوي ملاتړ کوي نو چې کله دې کورنۍ سپورټ کړي نو خلک به دې هم کوي۔ماته د خلکو لخوا ډير مثبت ردعمل مېلاو شوې۔

XS
SM
MD
LG