د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخيلوال: که پاکستان لارې نه خلاصوی، افغانان به الوتکو کې ستانه کړو


په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېوال ويلي که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو د هوا له لارې به د تورخم پرانيستو ته منتظر افغانان خپل هيواد ته وليږدوي. نوموړي امريکا غږ ډيوه ريډيو سره مرکه کې ويلي که داسې وشي نو دا به په نړۍ کې د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.

زاخېلوال پرون دې مرکه کې وويل چې پاکستان په غير قانوني ډول افغانستان ته تللې لارې بندې کړې دي. نوموړي زیاته کړه: ((د نړيوالو قوانينو ترمخه د هغه هيواد سره تجارتي لارې نه بنديږي چې سمندره ته لار نه لري.)) زاخېلوال زياته کړه چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړې او هغوی هم ورسره وعدې کړې خو لارې لا هم خلاصې شوي نه دي. ده زياته کړه: ((د دې لارې بندولو زيات اقتصادي زيان پاکستان ته رسي خو موږ پر دې مسله ځکه ډيرې خبرې کوو چې په تورخم کې بند افغانان وېزې لري نو بايد خپل هيواد ته تګ ته پرېښودل شي.))

پاکستان تېره مياشت له يو لړ بريدونو وروسته، افغانستان ته تللې لارې وتړلې. دوی وويل چې دا یې د ترهګرو ترګ راتګ مخنيوي لپاره کړی دی خو پاکستان کې ځينو ملت پالو سياستوالو په دې کار نيوکې وکړي او وي ويل چې ترهګري د لارو بندولو سره نه بلکې په ځپلو ختميږي. د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف مشر، عمران خان هم د دې لارو د پرانيستو غوښتنه کړې ده.

ډاکټر زاخېلوال وايي د دې لارو بندېدو له وجې نه يوازې د دواړو خواوو سوداګرو ته زيان رسيدلی بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ فاصلې لا نورې ډېرې شوې دي. نوموړي زياته کړه: ((د پاکستان او افغانستان ترمنځ له تېر يو کال راهيسې اړيکې ډېرې خرابې شوي دي. آيا پاکستان په دې کار سره کومه ګټه وکړه؟ نه! آيا خپل هيواد کې يې امنيت راوست؟ نه!))

پاکستاني چارواکي وايي د تېرې مياشتې بريدونو کې ککړ وسله وال افغانستان کې مېشته دي. دوی افغان حکومت ته د ۷۶ هغه وسله والو د ختمولو ليست وسپاره چې په خبره يې افغانستان کې دي. کابل هم اسلام اباد ته د ۸۵ وسله والو او ۳۲ روزنيزنو مرکزونو يو نوم لړ ورکړ او وي ويل چې دغه خلک له پاکستانه افغانستان کې ترهګري پلانوي او بيا وځپل شي.

زاخيلوال: پاکستان په غيرقانوني ډول لارې بندې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:30 0:00

مشال راډیو سره خبرو کې د افغانستان د کونړ ولايت، محمد اسحاق وویل چې د دې هر څه زور له غريبو خلکوو ووځي. نوموړي زياته کړه: ((زما ۱۷ ورځې وشوې. پېښور ته مې ناروغ درملنې لپاره راوستی دی. زه غواړم خپل هيواد ته ستون شم خو نه شم تللی.))

XS
SM
MD
LG