د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: ګاونډيان دې افغانستان کې د اوبو له بندونو نه ويريږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید په دغه هېواد کې د اوبو د لویو بندونو له جوړیدو څخه اندیښنه ونه ولري. ولسمشر غني نن کابل کې د اوبو په ملي کنفرنس کې خبرې کولې.

ولسمشر غني زياته کړه: ((له ګاونډيو مو هيله دا ده چې په افغانستان کې له جوړيدونکو بندونو په اندېښنه کې ونه اوسي بلکې همکاري او ملاتړ يې وکړي. دا به سيمه ييزه همکاري زياته کړي.))

د هغه په وينا له دې وجې به افغانستان د انرژۍ ضرورت پوره او په خپلو پښو ودريږي. نوموړي زياته کړه: ((کله چې د افغانستان سرچينې یادېږي نو د ډېرو کسانو پام د افغانستان معدنونو او کانونو ته اوړي. په دې کې شک نشته چې کانونه د افغانستان لویې طبیعي زېرمې دي. زموږ سروی ګانې ښئ چې افغانستان د زرګونو ميليونونو ډالرو کانونه لري. له نېکه مرغه دا زموږ يوازينۍ شتمني نه ده. موږ اوبه هم لرو.))

د افغانستان موقعيت، اوبه، کانونه او ځنګلونه زموږ لويه سرمايه ده

د هغه په خبره افغانستان د اسيا په زړه کې موقعيت لري، مرکزي اسيا د جنوبي اسيا سره نښلوي چې له وجې يې افغانانو ته له خپلو طبيعي سرچينو څخه د ډېرې ګټې چانس په لاس ورغلی.

هندوستان د افغانستان په هرات ولايت کې د اوبو او بجلۍ يو بند جوړ کړی دی او د ځينو نورو بندونو لپاره يې د مالي مرستې خبره کړې. د افغانستان د سيندونو ډېرې اوبه ايران او پاکستان ته ځي چې د افغان چارواکو په خبره پر دې اوبو به د زراعت او بجلۍ لپاره بندونه جوړوي. افغانستان دا مهال له مرکزي اسيا څخه بجلي په پيسو اخلي. نن افغان ولسمشر وويل که افغانان خپلې اوبه مهار کړي نو بجلي به په هيواد دننه پيدا کړي.

ولسمشر غني د ابو ملي کنفرنس جوړول د طبعي سرچينو څخه د ګټې اخيستو مديريت لپاره ضروري وباله.هغه همداراز وويل چې د افغانستان ځنګلونه هم بايد وساتل شي.

ولسمشر غني زياته کړه: ((د جګړو په کلونو کې د افغانستان ځنګلونو ته زیات زيان رسيدلی دی. د ځنګلونو کمېدل د سیلابونو د زیاتېدو او حاصل خېزې خاورې د کمېدا یو لوی علت ګڼل کېږي. د افغانستان طبیعي ښکلا د سيلګرۍ صنعت په رامنځته کولو سره د پيسو په يوې مهمې سرچينې بدليدلی شي.)) د هغه په خبره حکومت به يې دې لړ کې خپلو ټولو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG