د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: په سخت امنيت کې کرکټ فاينل کيږي


د پيښور زلمي لوبډلې غړی، شاهد افريدی پر لاس د زخم له وجې ننئ سيالۍ کې نه لوبيږي
د پيښور زلمي لوبډلې غړی، شاهد افريدی پر لاس د زخم له وجې ننئ سيالۍ کې نه لوبيږي

د پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) فاينل لوبه به نن د اتوار پر ورځ د پيښور زلمي او کوټه ګلېډيټرز ترمنځ د لاهور په قذافي ميدان کې کيږي. د پاکستان کرکټ بورډ ترمخه چې فاينل لوبه به ماسخوتن اته بجې پيليږي خو تر مخې به يې له شپږو بجو څخه د موسيقۍ پروګرام وي.

د پاکستان کرکټ بورډ په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې کتونکي کولی شي له دريوو بجو څخه ميدان ته ننوځي خو د ټکټ اخيستو لپاره بايد شناختي کارډ د ځان سره ولري.

د امنيت په اړه له ډيرو بحثونه وروسته، چارواکو فیصله وکړه چې د دې ټورنمنټ فاينل لوبه به په لاهور کې کيږي. د کويټه ګليډيټرز دريوو برطانوي لوبغاړو د بې امنۍ له وجې پاکستان ته له تللو انکار کړی دی خو دا لا معلومه نه ده چې آيا د پيښور زلمي ټول بهرني لوبغاړي به لاهور ته لاړ شي او کنه. د يادونې ده چې پاکستان سپر ليګ کرکټ ټورنمنټ د پاکستان کرکټ بورډ له خوا په دوبۍ کې د فرورۍ په نهمه نيټه شورو شوی وو.

په پاکستان کې د کمو بهرنيوو لوبغاړو سره يوه لوبه کول د نړيوال کرکټ راستنېدل نه دي

په لاهور کې په ۲۰۰۹ کال کې د سريلنکا پر کرکټ ټېم وسله والو بريد شوی وو. ځيني لوبغاړي پکې سرسري زخمي شوي وو. تر هغې وروسته پاکستان کې نړيوال کرکټ نه کيږي. د نني فاينل لوبې لپاره سخت امنيتي ګامونه اخيستل شوي دي. په ښار او نيزدي سيمو کې خوا او شا لس زره امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او په هوا کې پوځي هيلي کاپترې ليدل شوي دي.

د قذافي ميدان سره نيزدې د هاکي په ميدان کې د په پنځويشتو کټونو يو موقتي يا عارضي روغتون هم جوړ شوی دی. که کومه بده پېښه وشي او حالات خراب شي، دلته به د زخميانو درملنه کيږي. د تحريک انصاف مشر او د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان، عمران خان ويلي دي چې کرفيو غوندې حالت کې د دې لوبې کول نړيوالو ته ښه پيغام نه رسوي. خو د پاکستان سپرلېګ ټورنمنټ مشر، نجم سيټي ويلي چې لاهور کې د دې لوبو فاينل کېدل به د نورو هيوادونو لوبډلې وهڅوي چې پاکستان کې سياليوو ته زړه ښه کړي.

د پاکستان کرکټ ټيم لوبغاړي عمران خان جونير په لاهور کې د دې سياليوو فاينل کېدل ښه کار وباله. هغه مشال ريډيو ته وويل چې له دې به نړيوالو ته دا پيغام ځي چې پاکستان کې نړيوالو لوبو لپاره امنيت بد نه دی. خو د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی چارواکی او پر لوبو نظر لرونکی، عامر نواب وايي که د ډېرو کمو بهرنيوو لوبغاړو په شمول کېدونکې، يوي لوبې ته چارواکي د نړيوال کرکټ راستنېدل وايي نو دا سمه خبره نه ده.

په دې سياليوو کې پنځه لوبډلې وي. د تېر کال پي، ايس، ايل سياليو پايلوبه، اسلام اباد يونايټيد ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG